خبرپاڼه –

تاریخ: 9 سنبله 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د چمتووالي په اړه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې اړوندو وزارتونو او ادارو د خپلو امادګیو، لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو په اړه خبرې وکړې. ټاکل شویو کمېټو د بروکسل ناستې ته د افغان دولت د یوولسو لومړیتوبونو د چمتووالي په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ. د سوداګریزو خونو چارواکیو هم په دې ناسته کې د خصوصي سکتور غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بروکسل ناستې ته له نیول شویو امادګیو څخه خوښي وښوده او ویې ویل، چې ټولو اړوندو ادارو په ښه ډول سره خپلې چارې ترسره کړي او بروکسل ناستې ته ښه چمتووالی نیول شوی دی.

اجرائیه رئیس له وزارتونو څخه د هغوی د هڅو او جدي کار له امله مننه وکړه او هدایت یې ورکړ، چې د وزارتونو ترمنځ همغږي باید لا ډېره او د افغانستان د سولې او ملي پرمختیا د چهارچوب په لا ښه کره کولو کې دې نور هم کار وکړي.

نوموړي هیله وښوده، چې د افغان دولت دغه هڅې او چمتووالی لامل شي، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ډېره مالي مرسته وکړي او هم وتوانېږي چې سلګونه میلیونه ډالر په خصوصي سکتور کې پانګونې ته را جذب کړي.

One thought on “اجرائیه رئیس: هیله من یو د بروکسل په کنفرانس کې ډېرې مالي مرستې جذب کړو”
  1. دا کټر عبدالله ته دی په کومو اصولو د جلالتماب لقب لیکلی او دا صلاحیت تاسوته چا درکړی ؟؟ لیکنو ته مو لږ پام کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *