تاریخ: ۲۲ عقرب ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس نن سهار په سپېدار ماڼۍ کي د ناټو له عمومي قومندان جنرال کیمبل سره وکتل.
په افغانستان کي د ناټو تر ټولو لوړ مقام په دغه لیدنه کي د هیواد په سطحه د امنیت، له افغانو ځواکونو سره د ګډ کار، د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په برخه کي د افغان ځواکونو پر پیاوړتیاوو او عمومي بهیر باندی اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل.
د وسلوالو مخالفینو په مقابل کي د افغان د وسلوالو ځواکونو چمتووالی، د هیواد په سطحه د امنیتی تهدیدونو دفع، په کندز ولایت کي د عملیاتو اوسنی بهیر او په بدخشان ولایت کي وروستۍ نا امنۍ هغه مسایل ول، چي دواړو لوریو له یو بل سره پرې خبري وکړې.