د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د جمهوری دولت له وزیر ښاغلي ژنګ ماو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او د همکاریو په دوام یې ټینګار وکړ.

د چین د بازار د تنظیم په برخه کې د دولت وزیر ښاغلي ژنګ ماو کابل ته د خپل راتګ او له اقتصاد وزارت سره د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل، چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي.

ښاغلي ماو زیاته کړه، چې دوی په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او کوښښ چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او ټینګار یې وکړ، چې چین کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي. هغه زیاته کړه، چې چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت له وزیر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

اجرائيه رئیس غوښتنه وکړه چې چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان نه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي څو افغانستان هم د دې سازمان په معیارونو برابر او ترې ښه استفاده وکړي.

د هېواد اجرائیه رئيس وویل، چې افغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. چې چیني لوري هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر له افغان سولې هم ملاتړ اعلان کړ او په دوه اړخیزو اړیکو هم بحثونه وشول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *