خبرپاڼه

تاریخ: 27 حمل  1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ترکیې په استانبول ښار کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د سرمشریزي په څنډو کي د اردن د شاهي هیواد له لومړي وزیر عبدالله نسور سره ولیدل.

په دغه لیدنه کي د افغانستان او اردن ترمنځ د نیکو او دوستانه اړیکو پر تاریخچې او په اقتصادي، پرمختیايي، کلتوري او مذهبي برخو کي د همکاریو پر زیاتوالي بحث وسو.

د هیواد اجرائیه رئیس په دغه لیدنه کي اردن د افغانستان دوست او همکار وباله او هغه همکارۍ یې، چي یاد هیواد تر ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته کړي، د ستایني وړ وبللې.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان هیله لري، چي اردن هیواد به د اسلامي تعلیماتو د پرمختګ او د اسلام دین د اساسي احکامو د ترویج لپاره د افغان عالمانو په روزنه کي همکاري وکړي.

هغه یادونه وکړه، چي د افغان او اردني عالمانو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پلان او عملي کېدل مرسته کوي، چي د اسلامي په نوم د بې ځایه او بې مورده ترورستي اهدافو د لاسته راتګ مخنیوی وسي.

د اردن د شاهي هیواد لومړي وزیر عبدالله نسور په ننۍ لیدنه کي وویل، چي افغانستان ته د یوه دوست او با اعتماده همکار په سترګه ګوري او هیله لري، چي د همدې لیدلوري پر اساس خپلي اړیکي په مختلفو برخو کي پیاوړي او پسې پراخی کړي.

هغه زیاته کړه، چي دوی لومړنی هیواد و، چي تر ۲۰۰۱ زېږدیز کال وروسته یې له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کي همکارۍ پیل کړي او ژمن دي، چي دې همکاریو ته په راتلونکي کي هم دوام ورکړي.

د ښاغلي نسور په خبره، چي دوی په خپل هیواد کي د دیني عالمانو د روزني بېلا بېل پروګرامونه لري او کولای سي، د یادو پروګرامونو له طریقه افغان عالمان هم وروزي.

نوموړي وویل هیله لري، چي له افغانستان سره په تعلیمي او تجارتي برخو کي هم اړیکي پراخي او یوه نوي پړاو ته داخلي کړي.

———————

اجرائیه رئیس د پاکستان له ولسمشر سره وکتل

تاریخ: 27 حمل  1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ممنون حسین سره د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د سرمشریزي په څنډو کي وکتل.

په دغه کتنه کي د افغانستان، پاکستان او سیمي پر امنیت، اقتصادي او انکشافي پروژو، د سولي پر خبرو او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبري وسوې.

د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي افغانستان له خپلو ګاونډیو د ښو تمه لري او داسي هڅو ته سترګي په لار دی، چي د دایمي سولي او امن سبب سي.

هغه زیاته کړه، چي د همږغۍ د څلور اړخیز کاري ګروپ د کار پایلې او په افغانستان کي د سولي راتګ دلته له ټولو اقتصادي فرصتونو ګټي اخستني ته زمینه برابروی.

د نوموړي یادونه وکړه، چي په افغانستان کي سوله د سیمي پر امنیتي وضعیت مستقیم تاثیر اچوي او اړتیا ده، چي د سیمي د امنیت په پار له ګډو خنډونو سره ګډه مبارزه وسي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین وویل، چي دوی په افغانستان کي د سولي طرفدار دي او په پاکستان کي د امن راتګ په افغان سولي پوري تړلی بولي.

نوموړي زیاته کړه، چي د سیمي اوسني وضعیت ته تر کتلو وروسته دا نتیجه تر لاسه کيږي، چي له امنیتي او نورو مشکلاتو سره د مبارزې لپاره باید ټولي خواوي ټول توان په کار واچوي.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا د ستونزو په حل کي اساسي ټکی وباله او زیاته یې کړه، چي دواړه حکومتونه دي یادي برخي ته پاملرنه زیاته کړي.

ښاغلي حسین یادونه وکړه، چي هیواد یې له افغانستان سره د روابطو د بهترۍ او قوي کېدو لپاره کار کوي او دا هڅي به اینده کي هم دوام پیدا کړی.

—————————–

اجرائیه رئیس د ایران له ولسمشر سره په استانبول کي ولیدل

تاریخ: 27 حمل  1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني سره د ترکیې په استانبول ښار کي وکتل.

دغه کتنه، چي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د ۱۳ مي سرمشریزي په حاشیه کي وسوه، پکښي د دواړو ممالکو د څو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبري وسوې.

د هیواد اجرائیه رئیس د ایران ولسمشر ته وویل، چي افغانستان له ایران سره نیکو اړیکو ته هیله من دی او هڅه کوي، چي په اقتصادي برخه کي له ایجاد سوو فرصتونو اعظمي ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي له ایران څخه افغانستان ته د اورګاډي پټلي او د درې اړخیزو او څلور اړخیزو اقتصادي پروژو ژر پیل یې د هیواد لپاره لومړيتوب او اساسي ارزښت لري.

هغه وړاندي وویل، چي له چاه بهار بندر څخه ژر ګټه اخستنه د افغانستان پر اقتصاد مثبت تاثیرات اچوي او هیله لري، چي دغه سیمه ژر تر ژره ګټه اخستني ته وړاندي سي.

اجرائیه رئیس د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په اشارې سره وویل، چي هیواد یې د سیمي د نښلوني لپاره بې مثاله فرصتونه اماده کړي او اړتیا ده، چي د سیمي هیوادونه یې د خپلي اقتصادي ګټي په خاطر استفاده کړي.

نوموړي له ایران څخه مننه وکړه، چي افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کي ځای ورکړی، ولي غوښتنه یې وکړه، چي د افغان کډوالو د قانوني ستونزو په حل کي دي نور ګامونه هم پورته سي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ لیدنه کي افغانان قوي او د کلکي ارادې خاوندان وبلل، چي د ډېرو مشکلاتو سره سره یې د بهترې ایندې لپاره هڅي نه دي درولي.

نوموړي زیاته کړه، چي د افغانانو قوي عزم، د افغانستان جغرافیايي موقعیت او تر مځکي لاندي زېرمي، ددغه هیواد له اصلي فرصتونو څخه دي او پکار ده، چي ورڅخه اساسي ګټه پورته سي.

هغه یادونه وکړه، چي هیواد یې د اورګاډي د پټلۍ او چاه بهار بندر ترڅنګ په ګڼو نورو مواصلاتي او سوداګریزو برخو کي له افغانستان سره ګډ کار او هڅو ته لېوال دی.

ښاغلي روحاني وړاندیز وکړی، چي د افغان او ایراني سوداګرو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ دي مستقیمي اړیکي ایجاد سي، څو له یو بل سره ګډ کار وکړي او خپل مثبت نظریات سره شریک کړي.

ایراني ولسمشر وویل، چي دوی په ایران کي میشت کډوال د هغه هیواد پرېښودلو ته نه مجبوروي، ولي کار کوي، چي ټول ایران میشتي افغانان راجستر او قانوني اسناد خپل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *