خبرنامه

تاریخ: 15 میزان ۱۳۹۴
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د ناټو سازمان له لوړپوړي ملکي استازي اسماعیل ارامز سره ولیدل.

په دې لیدنه کي د افغانستان د او ناټو سازمان پر راتلونکو همکاریو، د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو او غوڅ ملاتړ په چوکاټ کي د بهرنیو قواوو ترمنځ پر ملګرتیا، د امنیت پر سمون او سیمه ییزو اړیکو باندي خبري وسوې.

د ناټو ملکي استازي وویل، چي د ناټو د دفاع وزیرانو راتلونکي غونډي ته امادګي نیسي، خو په وینا یې، چی د افغانستان پر موضوع د روان عیسوي کال په پای کی د ناټو د سرمنشي په مشرۍ د ناټو د غړو هیوادونو د دایمي سفیرانو یوه بېله غونډه جوړه سي.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی همداراز له ۲۰۱۶ کال وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او نړیوالو سرتیرو ترمنځ د راتلونکي همکارۍ په اړه هم پلان نیسي.

هغه یادونه وکړه، چي ناټو په خپل ټول توان د افغانستان د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوي او کار کوي، چي د حکومت سره د همکارۍ لپاره ټول لازم اقدامات وسي.

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ناټو له لوړپوړي ملکي استازي ښاغلي اسماعیل ارامز سره په لیدنه کي وویل، چي افغان حکومت د نورو امنیتي مسائلو ترڅنګ په کندز کي د وضعیت عادي کېدو ته پام زیات کړی او په دې برخه کي مختلفي کمېټې ټاکل سوي دي.

هغه وویل، چي تر امنیت وروسته د حکومت تمرکز د بې ځایه سوو کورنیو پر بیا راستنېدنه او ورته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو پر برابرولو باندي دی.

نوموړي زیاته کړه، امنیتي سکتور ته امر سوی، چي په ټول توان سره د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي او کندز کي له تر لاسه سوي تجربې څخه په استفاده د راتلونکو پیښو مخه ونیسي.

ډاکټر عبدالله وویل، چي افغانستان کي د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره اړینه ده، چي سیمه ییز شریکان اساسي ونډه ادا او د تروریزم له ملاتړ څخه مخنیوی وسي.

د نن په لیدنه کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بهتر اکمال او تجهیز او تر ۲۰۱۶ وروسته د بهرنیو سرتیرو د فعالیت د څرنګوالي او له افغان ځواکونو سره یې د ګډو همکاریو په اړه هم بحثونه وسول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *