د افغا نستان ديوکلنو جنجالي ټاکنو پايله دا شوه چې حکومت د دوه نوماندانو ترمنځ ووېشل شي او حکومت دوه مشران ولري .
د دې ټاکنو د بدنامولو لپاره په پراخه کچه يوه پروګرام جوړ شوی و، چې ډېره برخه يې رسنيو پر مخ وړله تر څو د افغانستان ټاکنې بدنامې او نړيوالو ته وښودل شي چې د امريکا او د دوی د متحدينو په نشتون کې افغانستان په هره لحظه کې له خطر سره مخ دی .
امريکايانو له ټاکنو څخه څه غوښتل ؟
کله چې دويم ځل ټاکنې ترسره شوې امريکايان پوه شول چې ډاکتر اشرف غني ګټونکی دی سره له دې چې د دوی غوښتنه هم دا وه چې اشرف غني بايد واک ته ورسيږي خو نه يې غوښتل چې د ولسمشر کرزې غوندې مقتدر اوسېږي او تل د دوی د اهدافو خنډ وګرځي نو د همدې لپاره يې د امرخېل د بدنامولو هڅې پيل کړې، چې په ټاکنو کميسون کې تر ټول واکدار کس بلل کېده او امريکايان پوهېدل چې د امرخېل په شتون کې دوی خپل دې هدف ته نشي رسېدلی. نو له همدې امله يې د امرخېل ثبت شوي غږ د عبدالله په واک کې ورکړ او رسنيو ته يې لاره پيدا کړه. دلته يو شمېر رسنۍ هم په دې ګمارل شوې وې چې دغه مسله تعقيب کړي او پراختيا ورکړي تر هغې چې امرخېل له دندې ګوښه شي .کله چې امرخېل اړ شو خپله دنده پرېږدي، امريکايان خپل هدف ته نږدې شول له يوې خوا دوی غوښتل چې ټاکنې او دواړه نوماندان بدنام کړي او له بلې خوا عبدالله او اشرف غني دواړه د دوی يو ډول احسان مند و اوسي چې ګواکې څوکۍ دوئ ورکړې کنه کله دوی يو بل د ګټونکي په توګه منلی شو .
اوس پوښتنه دا ده چې ولې امريکايانو اجرايه رياست د عبدالله لپاره غوښت ؟
ځواب ډېر لنډ او ساده دی ځکه چې له يوې خوا يې په حکومت کې د عبدالله برخه کوله او له بلې خوا دوی غوښتل چې بيا له هغو ننګونو سره چې د کرزی له حکومت او په ځانګړي ډول به له کرزي سره مخامخ کيدل مخه ونيسي . ډير وخت به چې کله امريکايانو کوم يو کار ترسر کړ نو ولسمشر به يې پر وړاندې در ېده، ان تر دې پورې چې په رسنيو کې يې امريکا اشغالګره وبلله .د امنيتي تړون په موضوع کې هم د کرزي سخت دريځ امريکايان ډېر وځورل او ناراضه شول . امريکايان دا ځل دغې ستونزې ته متوجې دي او نه يې غوښتل چې له دغې ستونزې سره دوی بيا مخامخ شي .
هغه وخت ،چې پخواني ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک څخه ډډه وکړه امريکانو څو ځلې د ګواښ په ډول وويل چې دوی به تړون له دفاع وزير يا له کوم بل لوړ پوړي امنيتي چارواکي سره لاسليک کړي خو کرزی به تل ويل چا ته به اجازه ورنکړي چې دده له اجازې پرته له امريکا سره تړون لاسليک کړي .
نو امريکا ځکه غوښتل چې داسې څوک په حکومت کې ولري چې د حکومت يوه برخه وي خو د ولسمشر تر مستقيم واک او امر لاندې نه وي او په داسې وختونو کې چې ولسمشر د دوی د کارونو خنډ ګرځي دوی خپل کار له اجرايه ريسه واخلي .
که په لنډه ووايو چې امريکايانو غوښتل د حکومت په دننه کې يو داسې څوک پيدا کړي ،چې د ولسمشر لپاره د کمرزورتيا ټکی وي او د ولسمشر لپاره يې د فشار د يوې آلې په توګه وکاروي .
ايا اجرايه رياست دومره مهم دی ؟
په کومه اراده چې ولسمشر اشرف غني اجرايه رياست څوکۍ د رامنځته کولو هيله لرله همغسې نشوه .
ولسمشر غوښتل چې احمدضيا مسعود ته د اجرايه رياست د څوکۍ په ورکولو سره له يوې خوا د تاجکو ونډه په حکومت کې تنظيم کړي او له بلې خوا اجرايه رياست يواځې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې له ولسمشر سره مرسته وکړي .
امريکايان غواړي له عبدالله عبدالله سره په ملاقاتونو ،غونډو ته په بلنو ،نړيوالو کنفرانسونو ته په غوښتلو سره خلکو ته د اجرايه رياست څوکۍ مهمه وښيي او په راتلونکي کې له ولسمشر سره د احتمالي مخالفتونو په صورت کې له دوی نه ګټه واخلي .
پايله : افغانانو څو تاوانونه وکړل او امرٍيکايانو څه وګټل ؟
لومړۍ هغسې هيله چې له ټاکنو مخکې خلکو د نوي حکومت لپاره لرله په ناهيلۍ بدله شوه او هغه نيمه باور چې په ټاکنو او ديموګراسي دخلکو پيدا شوی و د له منځه تلو په حال کې دی ځکه خلک پوی شول چې رايه اهميت نه لري او ټاکونکي خلک نور دي .
دويم دا چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هغه باور او محبو بيت چې د ټاکنيزو منډو ترړو په وخت کې او له هغه مخکې يې د خلکو په زړو کې پيدا کړی وو دخلکو په زړونو کې د له منځه تلو په حال کې دی
دکابينې پر سر ورستيو مخالفتونو افغانان نور هم ناهيلې کړل او فکر کوي چې نور داسي څوک نه دي پاتې چې دوی ورته هيله ولري او باور پرې وکړي .