اجرائیه رئيس د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې له سکرتر جنرال سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دبۍ کې په خپل استوګنځای کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې له سکرتر جنرال ښاغلي هولین ژئو سره ولیدل.

په دې ناسته کې اجرائيه رئيس د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې له سکرتر جنرال ته په بریالیتوب د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د کنفرانس ترسره کېدو مبارکي ورکړه او ترې مننه یې وکړه، چې په عمومي ناسته کې یې له خپلو شریکانو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، چې افغانستان کې دا مهال شپږ مخابراتي کمپنۍ فعالیت لري او دوی د ټېکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر کړي دي.

په دې ناسته کې له چین سره د واخان کوریډور، د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د ظرفیت لوړونې، ډیجیټالي اقتصاد او په ICT کې د ښځو د ونډې په اړه خبرې وشوې.

د دې ترڅنګ دواړو لوریو په دې هم بحثونه وکړل، چې څنګه کېدای شي چې معلوماتي ټېکنالوژي د هېوادونو په انکشاف او توسعه کې په برخه کې اغېزمن ثابت شي.

ښاغلي هولین ژئو له اجرائیه رئيس څخه مننه وکړه چې تل یې د معلوماتي ټېکنالوژۍ له پرمختګونو ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د ودې لپاره ورته زمینه برابره کړې ده. هغه وویل، چې دوی په افغانستان کې د ظرفیت لوړولو او نورو بنسټیزو پروژو له پلي کولو ملاتړ کوي.

——————————-

اجرائیه رئيس: له پانګوالو او سوداګرو مې ملاتړ په لومړیتوب کې قرار لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دوبۍ کې په خپل استوګنځي کې په عربي اماراتو کې له مېشتو سوداګرو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی په عربي اماراتو کې مېشتو افغان سوداګرو د خپلو کارونو په اړه اجرائيه رئیس ته معلومات ورکړل او د هغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه، چې دوی ورسره په افغانستان او یا هم کوربه هېواد کې مخ دي.

د امنیتي، ټکس، لازم ملاتړ نشتوالي، د سړو خونو نشتوالی، سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکې د ورکړې او نورې ستونزې هغه اساسي مسایل و، چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.

د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې په ټولو ستونزو به غور وکړي او د حل لپاره به یې اقدامات وکړي. اجرائیه رئيس وویل، چې له خصوصي سکتور او پانګوالو یې ملاتړ د کار لومړیتوب کې قرار لري او هڅه کوي چې د هغوی پر وړاندې ستونزې لا ولاړې نشي.

——————————-

اجرائيه رئیس په دوبۍ کې له مېشتو ځدارڼو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په دوبۍ کې په خپل استوګنځي کې د ځدراڼو قوم له یوشمېر مشرانو او ځوانانو سره ولیدل.

لومړی د ځدراڼو قوم مشرانو د هېواد اجرائيه رئيس ملي دريځ وستایه چې په سترو مسایلو کې تل ملي مسایل مطرح کړي او ډېر کله یې له زغم کار اخیستی دی.

هغوی دغه راز خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له یادو مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې په دوبۍ کې کار کوي؛ خو د خپل هېواد مینه یې په زړه کې ساتلې او په اړه یې فکر کوي.

اجرائيه رئيس د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د دوی د وړاندیزونو د عملي کېدو ژمنه یې وکړه.

——————————-

اجرائیه رئيس د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د استازو په غونډه کې ګډون وکړ

هولین ژئو: نړیوال شرکتونه دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په اتلسمه غونډه کې چې نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې اجرائيه رئيس په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو یادونه او د پانګوالو لپاره د ښو زمینو د برابرولو ډاډ ورکړ.

د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې سکرتر جنرال هولین ژئو په خپله وینا کې له خپلو شریکانو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه وویل، افغانستان کې د پانګونې شرایط برابر شوي او د مخابراتو نړیواله اداره په افغانستان کې له شویو پرمختګونو او کېدونکې پانګونې څخه ملاتړ کوي.

په دې کنفرانس کې د یادې اتحادیې په پروګرامونو، د اړیکو په غښتلتیا او د سیمې د هېوادونو په اتصال هم خبرې وشوې.

——————————-

اجرائيه رئيس: څه باندې یوویشت میلیونه وګړي له ټیلیفوني خدماتو برخمن دي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د هېواد اجرائيه رئیس وویل، چې په اطلاعاتي او ارتباطي برخه کې افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره د پرتلې وړ نه دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

اجرائيه رئيس وویل، د تېر کال د جون تر میاشتې پورې په افغانستان کې د بې سیم ټیلیفون درلودونکیو شمېر ۲۱،۳ میلیونه نفرو ته رسېده او کابو ۹،۷ کسانو له انټرنټ څخه استفاده کوله، چې په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، چې د اطلاعاتو او ارتباطو د ټېکنالوژۍ په برخه کې په افغانستان کې ۲،۳ میلیارده ډالره پانګونه شوې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، دمګړۍ په افغانستان کې ۱۱۳ ټلویزوني چینلونه او ۳۱۰ اف راډیوګانې فعالیت کوي، په داسې حال کې چې افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې فقط یوه راډیو او یو ملي ټلویزیون درلود.

اجرائيه رئيس وویل، چې افغانستان د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د غړي په توګه د ملګرو ملتونو له چشم انداز، مقاصدو او پراختیايي موخو څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي او متعهد دی چې د تلپاتې پراختیا موخو تر سیوري لاندې هېوادوالو ته د اطلاعاتو او ارتباطو د ټېکنالوژۍ معیاري خدمات وړاندې کړي.

د هېواد اجرائیه رئیس دغه راز وویل، چې له چین، مرکزي اسیا او اروپا سره د نوري فایبر له لارې د افغانستان د اتصال ډیجیټال پروژه پیل شوې او په دې برخه کې پرمختګونه شوي؛ خو په وینا یې چې افغانستان له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان سره له وړاندې نه د نوري فایبر له لارې وصل شوی دی.

اجرائيه رئيس وویل: افغان دولت د نوري فایبر شبکه چې ۴۵۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري ۲۵ ولایاتو ته غځولې، چې د هېواد ۹۰ سلنه هېوادوالو ته له انټرنټ سره د وصل کېدو اسانتیاوې برابروي.

د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې کنفرانس هر څلور کاله وروسته جوړېږي. دغه اتحادیه په ۱۸۶۵ کال کې جوړه شوې، چې افغانستان یې په ۱۹۲۸ کال کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *