تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله له طالبانو سره وروستي تماسونه بین الافغاني خبرو ته د دې ډلې د هڅولو لپاره وبلل.
ښاغلي عبدالله، چې د لویې څارنوالۍ له لوري له فساد سره د مبارزې لپاره «د منبر ږغ کنفرانس» ته وینا کوله، بې له دې چې د امریکا نوم واخلي له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو تماسونو او خبرو ته په اشارې وویل«دا تماسونه پخوا هم وو او ګټور دي؛ خو د افغانستان او سولې د برخلیک په اړه به افغانان پرېکړه کوي.
د جولای په ۲۳ مه د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د افغانستان د لانجې د حل په اړه خبرې وکړې.
طالبانو او امریکایانو وروسته له دې خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په ۱۶ مه وویل چې متحد ایالتونه غواړي چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره په خبرو کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او مرستیالې یې له طالبانو سره تر خبرو وړاندې په کابل کې د افغانستان له ولسمشر سره په دې اړه سلامشوره وکړه.
ډاکتر عبدالله هم د دې موضوع یادونه وکړه، ویې ویل «د بهرنیو هېوادونو له لوري د سولې په اړه د افغانستان له حکومت سره تماسونه نیول شوي او له طالبانو سره هم د بهرنیو هېوادونو اړیکې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره دي.»
که څه هم طالبانو د دوحې د خبرو په اړه تراوسه رسماً څه نه دي ویلي خو د دې ډلې ځینو مشرانو رسنیو ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط تایید کړې چې له امریکایانو سره د دوی خبرې ګټورې وې.