تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، د طالبانو په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او له همدې کبله د افغانستان له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي.

ښاغلي عبدالله نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د سولې، انتخاباتو او د اساسي قانون د لویې جرګې په اړه خبرې وکړې.

ده د طالبانو په اړه وویل، دا ډله د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي خو له سیاسي مشرانو سره تماسونه نیسي او هغوی ته د خبرواترو وړاندیز کوي څو د افغانستان دولت منزوي کړي.

ده ټینګار وکړ چې طالبانو باید هر ډول خبرې د افغانستان له حکومت سره وکړي.

اجرايي رييس وویل، طالبان هماغه پخوانۍ ډله ده او هیڅ تغییر یې په دریځ کې نه دی راغلی.

عبدالله عبدالله په عین حال کې وویل چې د طالبانو په دریځ کې به د بدلون هرکلی وکړي خو له بده مرغه دې ډلې تغییر نه دی کړی.

ښاغلي عبدالله د دودیزې لویې جرګې له دایرېدو او په اساسي قانون کې له بدلون سره مخالفت وکړ، ویې ویل، ځینې فکر کوي چې که لویه جرګه جوړه شي بیا به دوی واک ته ورسولی شي.

اجرايي رييس د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډېدا په ځای وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې هغه نیمګړتیاوې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې تکرار نه شي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ولیدل شوې.

2 thoughts on “اجرايي رييس وايي، د طالبانو په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی”
  1. ولي به د طالبانو په دریځ کي بدلون راسي؟
    کله چه شهید ډاکتر نجیب و مجاهیدنو ته د سولي وړاندیز کاوه آیا هغو منل؟
    جواب مو ضرور نه دی.
    نو بیا له طالبانو هم د دریځ بدلون مه غواړه دواړو ډلو د یوه هدف لپاره خپله لار وهلې ده انرژي یې د پردو لپاره مصرف کړې ده .متآسفانه
    زوړ ملا زړې تراویح

  2. څو چي موږ د صحیح او منلی منطق سره غېږ په غېږ نشو نو افکار مو همداسی سره پاشلی پاشلی وی
    دا به د منطق سره لویه سپین سترګی وی چي د پاکستان او انګرېز مزدورانو ته بد رد وایو خو د شوروی د کمونست ګوند وفاداره شاګردانو ته سجده کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *