د هېواد اجرائیه رئيس د کندهار ملي ټلویزیون غړو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل
د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي، د کندهار په وروستۍ پېښه کې ملي راډیو ټلویزون د فلم اخیستونکي د شهادت له امله د شهید کورنۍ او د ملي راډیو ټلویزیون کارکوونکیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د شهید روح ته یې دعا وکړه.
اجرائيه رئيس وویل، چې شهید سلیم جان انګار لسګونه کاله د ملي راډیو ټلویزون له لارې خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړ او د مهمو پړاوونو تصویرونه یې ثبت کړل. هغه وویل، چې له پاک رب نه سلیم جان انګار ته د جنت فردوس دعا کوي او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړي.
—————————–
اجرائيه رئيس د شهید جنرال رازق د فاتحې په مراسمو کې: جنرال رازق د هېواد له دفاع، امنیت او یووالي خپل سر نذرانه کړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د خپلواکۍ شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په فاتحه کې د ګډون او د هغه مزار ته د درناوي لپاره، کندهار ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له اجرائيه رئيس سره اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، د کابینې غړو، د ملي شورا استازو، جهادي-سیاسي مشرانو، د اجرائيه ریاست سلاکارانو، د یوشمېر ولایاتو د ولایتي شورا مشرانو او غړو او د بېلا ولایاتو جهادي قومندانانو ملتیا کوله.
اجرائيه رئيس د خپلواکۍ د شهید ستر جنرال عبدالرازق پر مراز د ګلونو له ګېډۍ ایښودلو او د هغه روح ته له دعا کولو وروسته منډيګک ماڼۍ ته ورغی او د ارواښاد شهید کورنۍ، دوستانو او دکندهار ولسونو ته یې فاتحه وکړه.
په یادو مراسمو کې لومړی د کندهار د ولسونو او د شهید اڅکزي د کورنۍ په استازولۍ په هند کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي وینا وکړه، اجرائيه رئيس او ور سره پلاوي ته یې هرکلی ووایه.
هغه وویل، چې شهید عبدالرازق اڅکزي خپل ځان د افغانستان له امنیت، یووالي او سولې څخه قرباني کړ او زیاته یې کړه، چې دا د ټول افغانستان ګډ غم دی.
د ابدالي په وینا، لومړی ملي اتل احمدشاه مسعود د هېواد له لویو موخو او ملي ګټو څخه ځان قربان کړ او اولس کاله وړاندې جنرال رازق دا باب تازه کړ. هغه په یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې سوله او یووالی د جنرال راز له ارمانونو څخه و.
ورپسې د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وینا وکړه او ویې ویل: د یوه ویاړلي، قهرمان او هېوادپاله مجاهد او ملي شخصیت د شهادت له امله د شهید کورنۍ، د کندهار ولسونو او ټولو افغانانو ته تسلیت وایم.
اجرائیه رئيس وویل، چې جنرال رازق خپل ځان د هېواد سولې، امنیت، یووالي او دفاع ته وقف کړی و او په همدې لار کې یې خپل سر نذرانه کړ.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره، جنرال رازق تر شا د افغانستان او سیمې په کچه د مېړانې، شهامت، وطندوستۍ او دفاع یو زرین تاریخ او نوم پرېښود، چې دا نوم به د هغه ځایناستی او د افغانستان ټول ځوانان روښانه ساتي.
اجرائيه رئيس وویل، چې په کندهار کې د جنرال رازق نشتون، کندهار ته د راتګ پر مهال سخت وکړاوه؛ خو ویې ویل، چې اروښاد جنرال داسې شخصیت و، چې له شهادت وروسته یې د هېواد په هره سیمه کې آن د هېواد په زندانونو کې خلکو د فاتحې مراسم ترسره کړل او ډېرې څلور لارې او واټونه یې د هغه په نوم ونومول.
هغه د کندهار له مشرانو څخه وغوښتل چې د کندهار د برم او عزت په ساتلو کې خپل یووالی وساتي، کندهار د سولې او امن ټاټوبی کړي او د راتلونکیو ټاکنو په ښه ترسره کولو کې همکاري وکړي، ځکه چې دا د جنرال رازق غوښتنه هم وه.
اجرائيه رئيس د شهید جنرال رازق ورور ته هم د بري دعا وکړه او ویې ویل، چې نوموړي په دې برخه کې د ولسونو له وړاندیز ملاتړ وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې له نوموړي ملاتړ وکړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې نن د هېواد له هر ولایت او سیمې څخه مشران راغلي، څو د کندهار له ولسونو سره غمرازي اعلان کړي او دا په ډاګه کړي چې د هېواد په ساتلو او ودانولو کې ټول افغانان یو موټی دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د جنرال رازق د قاتلینو او دښمنانو ادرس، پټنځای او موخه معلومه ده، چې اراده او قصد یې هم روښانه دی؛ نو نه باید دښمن په توطیو او پروپاګنډو سره له افغانانو څخه اصلي دښمن ورک شي.
نوموړي وویل، د ملي یووالي حکومت به د دې برید په اړه اساسي څېړنې وکړي، ځکه چې دا برید پر افغانستان برید و.
اجرائيه رئيس وویل، د افغانستان دښمنانو نه غوښتل چې په افغانستان کې ټاکنې وشي؛ خو خلکو په خپل ګډون سره د دښمنانو پر مخ کلکه څپېړه ورکړه او اوس وار د کندهار د شریفو ولسونو ده چې په ټاکنو کې په ګډون کولو سره د اتل شهید رازق روح خوشاله کړي.
اجرائيه رئيس وویل، په لومړۍ چې پېښه رامنځته شوه، هیله یې درلوده، چې د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي جنازه په خپلو اوږو ولېږدوي؛ خو وايي چې شرایطو اجازه ورنکړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د کندهار د دې هېښوونکي پېښې ټکان ټولو افغانانو ته بېساری و او آن په هغو سیمو کې خلکو د نوموړي غیابي جنازې او فاتحې وکړې چې ممکن دښمن او قاتلین یې هم په هغه هېواد کې وي.
اجرائيه رئيس اتل شهید عبدالرازق اڅکزي، جنرال مومن او د ملي راډیو ټلویزون کامره مین سلیم جان انګار روح ته دعا وکړه او هغوی ته یې د جنت فردوس غوښتنه وکړه.
دغه راز د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق په خپلو خبرو کې وویل، چې جنرال رازق یوازې په کندهار پورې اړوند نه و، بلکې هغه د ټول افغانستان په اړه فکر کاوه او ټول افغانستان یې هم په ویر ناست دی. استاد محمد محقق جنرال رازق یو شجاع، باتدبیره، مېړنی اوجنګیالی جنرال یاد کړ چې په وینا یې د افغانستان دښمنانو یې له نامه څخه وېره درلوده.
هغه د کندهار له مشرانو او ولسونو وغوښتل چې په ټاکنو کې له امنیتي ځواکونو او ټاکنو خپلواک کمېسیون سره همکاري وکړي.
ورپسې د تخار د ولسونو په استازولۍ مولوي حکیمي، له ختیز څخه محمد طاهر عمر، له لویې پکتیا څخه امان الله ځدراڼ، له شمالي څخه مولوي حسام الدین حسام، له پروان څخه جنرال عبدالبصیر سالنګي او یوشمېر نورو هم ویناوې وکړې او شهید جنرال رازق یې په ټول افغانستان او افغانانو پورې اړوند وباله چې په وینا یې په غم یې هم ټول غمجن دي.
——————————–
اجرائيه رئيس او ورسره پلاوي د شهید جنرال رازق په قبر د ګلو ګېډۍ کېښودې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلواکۍ شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي په مزار د ګلو ګېډۍ کېښودې او د هغه روح ته یې دعا وکړه.
اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائيه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، جهادي ـ سیاسي مشرانو، د ملي شورا غړو، د کابینې غړو، قومي مخورو او دیني عالمانو نن په کندهار کې د اتل مجاهد، مېړني او هېوادپاله شخصیت عبدالرازق روح ته د هغه په مزار دعاوې وکړې او پر مزار یې د ګلو ګېډۍ کېښودې.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې ارواښاد اتل شهید عبدالرازق په هېواد سر ورکړ او د هېواد له لرو بر څخه افغانان د هغه په ویر ناست وي. اجرائيه رئيس او ورسره پلاوي ارواښاد ته د جنت فردوس دعا وکړه.