تاند- په داسې حال کې چې ولسمشر، لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دوهم مرستیال د الیکترونیکي تذکرې لپاره بایو میتریک وکړ، اجرايي ريیس نن په یوه اعلامیه کې د دغو تذکرو له وېش سره مخالفت وکړ.
ظاهارً اجرايي رييس او ټیم یې په تذکرو کې د قومیت او ملیت له ذکر کېدو سره مخالف دي.
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله په دې باور دی چې الیکترونیکي تذکرې تر وېشل کېدو وړاندې زیات بحث ته اړتیا لري څو په دې برخه کې ملي اجماع او توافق لاس ته راشي.
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د الیکترونیکي تذکرو د وېش د ځنډېدو غوښتنه کړې وه او د شنبې په ورځ له ولسمشر سره په دې موضوع خبرې کوي.
ولسمشر غني ویلي چې الیکترونیکي تذکرې به په انتخاباتو کې له شفافیت سره مرسته وکړي او د امنیت په شمول به د ګڼو نورو ټولنیزو ستونزو له مخنیوي سره مرسته وکړي.
افسوس داکتر صاحب
تاسی باید تر هر چا مخکی له دی ملی پروسی سخه حمایت کری وای
اجرايي ريیس څه ته وای؟ آیا د اجرايي ريیس پوست د افغانستان په اساسی قانون کی وجود لری؟
ماته خپل اسسی قانون تر هر څه لوړ دی، ماته خپل اساسی قانون اجازه راکړی ده چه زه خپله برقی پیژندپانه واخلم، ښاغلی دانش دافغانستان د ولسمشر معاون دی، کله چه ښاغلی دانش پیژند پانه اخلی نو بیا عبدالله څوک دی چه په پیژند پانو کی خبری کوی.
عبدالله باید لوی څارنوالی ته معرفی شی، ځکه عبدالله، طالیبان او داعیشان د افغانستان اساسی قانون نه منی، او هر هغه څوک چه اساسی قانون نه منی دهغه اصلی ځای زندان دی نه د سپیدار ماڼی.
په درناوی
دا عبدالله هم داسی بی وخته سر را پورته کړی لکه د نرښځي دریمه پښه!
د دغو فتنو ترشا د شین سترګو یرغلګرو لاس دی، خپلو جواسیسو په لاس نن تذکره و ملی هویت جنجالی کوی سبا افغانستان نوم بله ورځ تجزیه رسما اجندا ته راولی، دوی به خیر په غونډۍ ناست د افغانستان ټوټه ټوټه ځمکه او هوا کی به برخي اخلي
ګل مرجان ئې نه منـي