تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله تېره شپه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالي له یو شمېر اوسېدونکو سره په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییزو خپلسرو قوماندانانو ترمنځ د شخړو په اړه خبرې وکړې.

د اجراییه ریاست له خبرپاڼې سره سم، د سیمې اوسېدونکو په چاه اب ولسوالي کې د وروستیو خونړیو پېښو په باب د نظرونو له څرګندولو وروسته له اجرايي رييس څخه وغوښتل چې د دغو تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

په چاه اب ولسوالي کې له یوې مودې راهیسې د څو سیمه ییزو پخوانیو جهادي قوماندانانو ترمنځ، چې ځانونه په حزب او جمعیت پورې تړي، نښتې کېږي او له کبله یې عام ولس کړېږي. (وروستۍ نښته)

اجرايي رييس ښاغلي عبدالله د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکو ته وعده ورکړه چې ژر به په دې ولسوالي کې جګړې پای ته ورسول شي او د جګړې عاملان به د قانون منګولو ته وسپاري.

تر دې وړاندې حکومت له کابله یو پلاوی سیمې ته لېږلی و چې د پېښې په اړه حکومت ته مفصل راپور چمتو کړي.

اجرايي ریاست وايي چې پلاوی له چاه اب څخه راستون شوی او راپور یې له حکومت سره شریک کړی دی.

تېره میاشت (جولای) د دغه ولایت مدني فعالانو له حکومته وغوښتل چې په رستاق ولسوالي کې د خپلسرو وسله والو او قوماندانانو ترمنځ د نښتو او ګډوډویو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *