تاند- اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ ناوخته د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم، په ولسي جرګه او نورو ادارو کې له خپلو یو شمېر نورو متحدانو سره مشورتې غونډه وکړه.

د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم، ښاغلي عبدالله دې غونډه ته د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې، د انتخاباتي نظام د اصلاح او له ولسمشر سره د خپلو اختلافي مسایلو په باب معلومات وړاندې کړل.

ده له حکمتیار سره د سولې په تړاو وویل«موږ د سولې له اصل سره موافق یوو، سوله او د یو بل منل له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار ده. موافقه له مشورې او خبرو وروسته نهايي شوې ده او اوس دا د سولې د عالي شورا دنده ده چې د هغې د لاسلیک او اعلان په اړه پرېکړه وکړي.»

1اجرايي ريیس عبدالله عبدالله دا هم وویل چې د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې نهايي موافقه شوې او دا موافقه به د یوه فرمان له لارې ژر اعلان شي.

د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د خبرو، په دې برخه کې د پرمختګونو او خنډونو او همداراز د الیکترونیکي تذکرو د وېش پر سر د «احتمالي» موافقې او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې د دغو موضوعاتو په اړه د بحث جزییات څرګند شوي نه دي.

خو تر دې وړاندې ویل شوي وو چې موافقه شوې ده چې په الیکترونیکي تذکرو کې به اسلامیت او افغانیت زیاتېږي او پر افغانانو به وېشل کېږي.

2 thoughts on “اجرايي ريیس د سولې، انتخاباتي نظام او اختلافي مسلو په اړه له خپل ټیم سره مشوره وکړه”
  1. ځما په فکر ښه به دا وای چه ښاغلی عبدالله دحکومت اودحکومت دوزیرانو سره مشوره کړی وای، ځکه ښاغلی عبدالله دیوټیم، یوتعداد خلکو اویوتعداد ملګرو اجرايي ریس نه دی، بلکه دحکومت او دټول افغانستان آجرايي ریس دی، بل داچه دغه دملګرتوب او خصوصی مشوری دښاغلی عبدالله حیثیت په ملی او بین المللی سطحه هم ډیرکمزوری کوی، داچه اوس داسی شخصی اونادولتی مشوری جریان لری نو فکر کووم افغانستان به۱۰۰۰ کاله شاته پاتی شی.

    په اخر کی ښاغلی عبدالله عبدالله ته په ډیر احترام خواست کووم چه کوشش وکړه چه مونږ افغانان دکمون اولیه دوری ته په شاه نکړی، اوهم ځینی وخت دملګرو مه آوره، ځکه ستا ځینی ملګری غواړی چه ستاسی شخصیت افغانانو اونړیوالو ته په یو …. ډول وښایی.

    په درناوی

  2. ښاغلی عبدالله تبصره لیکونکی نظر سره کاملا موافق یم . داکتر عبدالله د شورای نظار او د متحدینو اجرایی ریس نه دی بلکی اوس د ټول افغانستان نمایندګی کوی . نو پدې اساس باید له ټولو وزیرانو ، د پارلمان له غړو او د نورو سیاسې ګوندونو له استازو سره مشوره کړی وای.
    په پای کې د « چه » پر ځای که « چې » ولیکل شي نو د پښتنو مشرانو د 1355 هجری شمسی کال فیصلي به تعمیم شوی وي . البته « چه » د « په ، به ، ته پر وزن دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *