تاند- اجرايي رييس نن /سې شنبه/ په داسیي حال کې هلمند ته لاړ او له امنیتي خواکونو سره یې ولیدل چې وسله والو طالبانو یو وار بیا په دغه ولایت کې بریدونو ته زور ورکړی دی.
عبدالله عبدالله په هلمند کې امنیتي مسوولانو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې همږغي زیاته کړي او د افغانستان دښمنان د پسرلي تر رارسېدو وړاندې وځپي.
اجرايي ريیس ښاغلي عبدالله ته وویل شول چې د هلمند امنیتي وضعیت نسبت پخوا ته ښه شوی دی، خو دا په داسي حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالي د مرکز د نیولو لپاره پراخې هڅې وکړې.
په هلمند کې امنیتي خواکونه په وروستیو میاشتو کې وتوانېدل چې طالبان د ولایت د مرکز لشکرګاه ښار له لمنو یو څه په شا وتمبوي خو لا هم د دغه ولایت اکثره ولسوالۍ او ځینې لارې د طالبانو په کنټرول کې دي.
اجرايي ريیس په هلمند کې امنیبتي ځواکونو ته ډاد ورکړ چې د دوی اړتیاوې به پوره کړي خو په عین وخت کې یې له هغوی وغوښتل چې دښمن تر پسرلي مخکې د لشکرګاه له شاوخوا او ولسوالیو پسې واخلي.
ښاغلي عبدالله د هلمند د سفر په ترڅ کې، چې دفاع وزیر هم ورسره ملګري و، د شهیدانو پر ځلي د ګلانو ګېډۍ کېښوده.