تاند- د افغانستان اجرايي رياست وايي، اجرايي رييس عبدالله عبدالله له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې پر ټولو مسایلو موافقې ته ورسېد.
د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم، د ولسمشر او اجرايي رييس په وروستۍ کتنه کې د انتخاباتي نظام د اصلاح، د الیکترونیکي تذکرو د وېش، د اساسي قانون د تعدیل د کمیسیون د جوړېدو او د سیاسي موافقې پر تطبیق د څارونکې کمېټې د غړیو د ټاکنې پر سر موافقه وشوه او روانه اوونۍ به رسماً اعلان شي.
په دې اړه ارګ تردې دمه څه نه دي ویلي.
عبدالله عبدالله د روان اګست په یوولسمه ځوانانو ته په یوه غونډه کې پر ولسمشر غني نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ملي یووالي د حکومت د موافقې خلاف اقدامات کوي.