تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: اجرائیه رئیس عبدالله پر امنتیي بنسټونو سختې نیوکې کړې دي چې ولې یې پرون د سنبلې په اتلسمه د احمدشاه مسعود د وسله والو پلویانو پر ضد اقدامات کړي دي. عبدالله نن د عاشورا د مراسمو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، په ښار کې د احمدشاه مسعود د پلویانو وسله وال مارشونه بې جوازه وو، خو په مقابل کې یې خاصو ځواکونو هم غیر انساني عمل کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پرون امنیتي بنسټونو وویل، د مسعود د وسله والو پلویانو په موټري ګزمو او ډزو کې د ګارنیزیون یو پوځي او یو ملکي ډرېور وژل شوی دی، چې له کبله یې امنیتي ځواکونو د دغو ګزمو د مخنیوي عملیات پیل کړل او ګڼ کسان یې یا ونیول یا یې وسلې ترې واخیستې یا یې هم موټر ترې ایسار کړل.

خو د امنیتي ځواکونو دغه کار د عبدالله عبدالله غوسه راپارولې او ویلي یې دي د مسعود له وسله والو ماتم کوونکو سره د ځانګړو ځواکونو چلند غیر مسلکي، غیر انساني و او باید چې دې کارونو ته د پای ټکی کېښودل شي: (( د وسله والو ګزمو د مخنیوي لار دا نه وه چې ځانګړو ځواکونو تر لاس لاندې نیولې وه، دا کار باید مستبدو او جنایتکارو سره شوی وای.))

 ښاغلي عبدالله له امنیتي بنسټونو غوښتي چې دغې ټکي ته پام وکړي او د سیاسي اهدافو ښکار ونه ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې ډاکټرعبدالله، یونس قانوني، احمدولي مسعود، احمدضیا مسعود، عطا محمد نور، امان الله ګذر، حاجي الماس او شمال ټلوالې نور واړه او لوی سیاسیون هر کال د پنجشیریانو لخوا د سنبلې د اتلسمې د وسله والو ګزمو سرسختي ملاتړي شمېرل کېږي.

پخوانیو امنیتي مسوولانو به ویل چې دوی غواړي د وسله والو د ګزمو مخه ونیسي خو په حکومت کې دننه د شمال ټلوالې غړي یې مخنیوي ته نه پرېږدي. شنونکي وايي، شمال ټلوالې او نظار شورا دغه لنډه غر حرکتونه د حکومت د ننګولو لپاره پاللي او وده یې ورکړې ده.

2 thoughts on “عبدالله په کابل کې د مسعود د وسله والو پلویانو د بې نظمیو ننګه کړې”
  1. له عبدالله نه باید وپوښتل شي چې د شهید ورځ د لنډغرو له خوا ولې هرکال دغم په ورځې بدلېږي؟ ولې بیګناه انسانان اوکابل ښاریان وژل او یا ټپیان کیږي.
    آیا د وسلو ګرځول قانوني او انساني کار دی؟
    آیا د وسلوالو له خوا د بېګناه انسانانو تهدیدول او ډارول انساني کار دی؟
    آیا د شر او فساد دوخت بیرغونو ګرځول انساني او قانوني ده؟
    آیا د شهید ورځ پداسې ډول لمانځل کیږي؟
    آیا ستاسو مسعود د کابل ښاریانو وژلی چې تاسې اوس له هغوی انتقام اخلی ؟

  2. عجب احمق خلګ دی
    زموږ په خلګو کی رواج دادی چی د خوښی په مراسمو کی ډزی کوی خو دا د پیشو زامن په ناآګاهانه توګه د مسعود د مړینی کلیزه په ډزو لمانځی
    داسی ښکاری چی دا به د مسعود د طرفدارانو وروستی احمقانه وسله والی نڅاوی وی او راتلونکی کال یا کلونه به دا ډول کړنی تر سترګو نه سی ځکه
    د څو راتلونکو میاشتو په اوږدو کی به یا دولت ډېر غښتلی او ټینګ او قانونمند سی یا به د طالب توره څپه بیا حاکمه سی چی په دواړو صورتو کی به دا ډول احمقانه لمانځنی منتفی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *