خبرنامه

 تاریخ: 12 جدی ۱۳۹۴

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې د بغلان له لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره ولیدل.

د بغلان قومي مشرانو او مخورو لومړی اجرایوي رئیس ته د هغه ولایت ستونزې وویلې او غوښتنه یې وکړه، چې د دې ولایت مرکز چې له نن نه شپږ ویشت کاله وړاندې د وخت د حکومت له لوري د مجاهدینو له بریدونو نه د خوندي کېدو لپاره پلخمري ته لېږدل شوی و، بېرته دې مرکزي بغلان ته را ولېږدول شي.

هغوی ټینګار وکړ، چې دغه مساله به د حکومت او خلکو په ګټه وي او پر امنیت به ښه اغېزه وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت ته د خلکو غوښتنې او رضا مهمه ده او په دې برخه کې به له ولسمشر سره تر سلا وروسته یوه معقوله لار غوره کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په ملي کچه په ټولو تحولاتو کې د بغلان د خلکو ونډه ارزښتمنه وبلله او ویې ویل: چې د خلکو قانوني غوښتونو ته به ځواب ووایي؛ خو د بغلان له خلکو یې وغوښتل چې په هر حالت کې د دې ولایت ملي یووالی او ارامتیا وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *