خبرپاڼه
تاریخ: 21 جوزا ۱۳۹4
کابل افغانستان – قصر سپیدار: په خواشینۍ خبر شوم، چې د بیان ازادۍ دښمنانو په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس دفتر په بم الوځولی دی. په دې برید کې د پژواک خبري اژانس او امریکا غږ سیمه ییز دفترونه زیانمن شوي دي.
زه د امریکا غږ او د پژواک خبري اژانس چې د هېواد پرمختللې رسنۍ دي، په سیمه ییز دفتر دا برید په کلکه غندم او هغه د بیان پر ازادۍ برید ګڼم. همدارنګه ډاډ ورکوم، چې د ملي یووالي حکومت د بیان ازادۍ، د رسنیو او خبریالانو د ژوند خوندیتوب او ترېنه دفاع کولو ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې خبریالانو ته په کاري چاپېریال کې سهولتونه رامنځته کړي.
د ننګرهار امنیتي چارواکیو ته سپارښته کېږي چې د دې برید په اړه څېړنې وکړي. هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د بیان ازادۍ، خبریالانو او مطبوعاتو پر وړاندې ستونزې او ننګونې رامنځته کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس
د اعلامیې ستونزې چې د اجرایه ریاست له پاره لوی عیبونه دي:
– په بمونو الوزولی دی.دا څه مانا؟:)
– پژواک لا یوه خبره لاکن امریکاغږ خو په هېڅ صورت د هېواد رسنۍ نه ده. د امریکاغږ خو له نامه نه ښکاري چې د امریکاغږ منعکسوي.
شرم