خبرپاڼه
تاریخ: 14 ثور ۱۳۹4
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، د پوهنتون له استادانو او د مدني ټولنو له فعالانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ننګرهار ځوانانو، قومي مشرانو او دیني عالمانو لومړی د ننګرهار د امنیتي، اقتصادي او اداري وضعیت اجرایوي رییس ته معلومات ورکړل او خپلې ستونزې له هغه سره شریکې کړي.
یادو کسانو لومړی د ننګرهار د اوسېدونکیو په استازولۍ له اجرایوي رییس نه مننه وکړه، چې ننګرهار ته یې د خواخوږۍ او خلکو د ستونزو د حل لپاره له ولسمشر سره یو ځای سفر وکړ او د دوی ستونزې یې واورېدې.
هغوی وویل، چې د سولې له پروسې باید ځانګړي کسان امتیاز وانخلي، بلکې له دې پروسې سره د ملي پروسې په توګه چلن وشي او ملي ګټې دې په کې په پام کې ونیول شي.
د ننګرهار د ښوونکیو د معاشونو د ستونزو حل، د کانال پروژې رغول، د ملکي هوايي ډګر بیا فعالېدل، د زر بستریزه روغتون د چارو پيلول، په سیمه ییزه اداره کې ژور او بنسټیز بدلون او په حکومت کې د ننګرهار له ځوانو کدرونو ګټنه د ننګرهار د خلکو اساسي غوښتنې وې، چې له اجرایوي رییس سره مطرح شوې.
همدارنګه د ننګرهار خلکو په دغه ولایت کې له خراب امنیتي وضعیت سر وټکاوه او ویې ویل، چې د پخواني حکومت نه پاتې شوې ادارې، کمزوري مدیریت، د همغږۍ نشتون او د ضوابطو پر ځای په روابطو د کسانو ګومارلو امنیتي وضعیت خراب کړی دی.
د ننګرهار د مدني ټولنو فعالانو، قومي مشرانو او مخورو له اجرایوي رییس نه وغوښتل، چې د ننګرهار د امنیت لپاره اساسي او جدي فکر وکړي، هر څه ژر دې امنیت تامین او د امنیتي ځواکونو پرسونل زیات کړي.
هغوی وویل، چې په ننګرهار کې د ښوونکیو، پولیسو، د پوهنتون د استادانو او معیوبینو ښارګوټي غصب شوي او باید د غاصبانو له منګلو وژغورل شي.
د دوی په وینا، چې باید ننګرهار د څو کورنیو له واکدارۍ خلاص، اقتصادي او صنعتي وضعیت ته یې پام وشي.
د ننګرهار یادو استازو وویل، چې حکومت دې د ننګرهار اوبه مهار او د دوی لپاره دې د برېښنا غم وخوړل شي، ځکه په ننګرهار کې ټولې فابریکې تړل شوي او صنعت په ټپه درېدلی دی.
دوی غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون، د پوهنتون د استادانو او محصلینو ستونزې باید ختمې کړي. د ننګرهار قومي مشرانو له ښاره د کابلبانک د نمایندګۍ پر ایستلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې باید د ننګرهار د وروستۍ خونړۍ پېښې له قربانیانو سره مرستې وشي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله د خلکو له راتګ د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دوی په ټولو وړاندیزونو به غور کېږي او ستونزو ته به یې رسیدګي کېږي.
نوموړي وویل، چې د خلکو ټول وړاندیزونه، غوښتنې او نیوکې ورته ارزښتمنې دي او پرې غور کوي. هغه ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار د خلکو ستونزو ته به حل لارې لټوي.
اجرایوي رییس زیاته کړه: ډېر ژر به ننګرهار ته والي ولېږل شي. ستاسو مشکلاتو ته به رسیدګي وشي. حکومت ستاسو پر وړاندې بې تفاوته نه دی. په هر یوه وړاندیز به مو غور کېږي او په جدیت سره به یې په اړه اقدام کېږي.
د نوموړي په وینا، چې ننګرهار ته یې له سفر موخه د خلکو او خپل وخت ضایع نه وه، بلکې د ټولو مواردو په اړه حکومت جدي دی او اقدام به کېږي، ډېر ژر به خلک اجراات وویني.