تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره پرون ازبکستان ته تللی دی، دغلته یې د قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره جلا جلا کتنې کړي دي.
ښاغلي عبدالله پرون د نومبر په لومړۍ نېټه د قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره د ترورېزم پر ضد په مبارزه او سیمه ییز امنیت خبرې کړي دي
عبدالله عبدالله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د قرغزستان صدراعظم په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کړی او له دې بهیر سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
د عبدالله په وینا، د قزاقستان صدراعظم هم له افغانستان سره د کانونو د کیندلو، کرنې او صنعتي پروژو له پراختیا سره علاقمندي څرګنده کړې ده.
بل لورته د همدي ناستو په څنډه کې عبدالله د روسیې له صدراعظم سره د سولې، ترورېزم او انتخاباتو په اړه خبرې کړي.
عبدالله له دمتري مدویدُف سره خبرې اغېزمنې بللي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي