تاند- اجمل عابدي د نظیف الله سالارزي پر ځای د ولسمشر محمد اشرف غني ویندوی وټاکل شو.

اجمل عبید عابدي د ماشومانو د ځانګړي خصوصي تلویزیون اریا تلویزیون عامل رييس و.

سالارزی په ملګروملتو کې د افغانستان د پلاوي غړی وټاکل شو.

عابدي د محمد اشرف غني په انتخاباتي کمپاین کې مهم رول درلود.

ده د امریکا د متحدو ایالتونو د انکشافي ادارې لپاره د مدني زده کړو د پروګرامونو مشري کړې او دغه راز یې په ملګروملتو کې د رسنیزو چارو د متخصص په توګه کار کړی دی.

ښاغلی عابدي په ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په مهال د محمد اشرف غني ویندوی او د مطبوعاتي کمپاین مسوول و.

ښاغلي عابدي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پوري د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دفتر کې کار کړی. دی په عین وخت کې د کابل پوهنتون افتخاري استاد و.

5 thoughts on “اجمل عابدي د ولسمشر ویاند شو”
  1. اجمل عبید عابدی ته سلامونه اونیکی هیلی وراندی کوم. او دلوی خدای ج خخه امید لرم چه مظلومو افغانانو لپار د یو مخلص خدمتگارپه حیث پاتی شی. محمد هارون هاشمی له جرمنی خخه

  2. دخدای په کړنوکې بدرنګي نشته!
    وایي: د ستړي مشي تله قواره او جامه ده خو د خدای پامانۍ تله عقل او کړنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *