د فرانس اديب کاميو د وجوديت لوي ليکوال وو. دي واي انسان تل په عزاب کښي وي او دي له دې عزابه ځان نه سي ايستي . ددې دپاره ده د يونان د نقلونو يو کردار سسي پس د خپل يو مضمون هيرو کړي او د انساني وجود په کاينات کښي په کمزورۍ يې وليکل . سسي پس ته ديوتاو دا سزا ورکړي وه چي دي به يوه غټه ګړدۍ ډبره و غره ته خېزوي ، نو دي چي کله هم دا ډبره لوړه وخېزوي . ډبره بيرته راورغړي او لاندي راشېوه سي. دا رنګه شپه او ورځ دده له دغي ډبري سره په دغي ستړيا تېرېږي ، نه ډبره پورته ځي او نه دي کرار کښېني . تازه تازه د مشر شاعر محمد صديق پسرلي، باصلاحيته زوی اجمل پسرلي يوه علامتي افسانه ليکلي ده چي نوم يې دي وتل. دلته يو ناجوړه سړي مرګ غواړي، خو مري نه او يو مچ د هغه له خوني وتل غواړي خو وتي نه سي . دا رنګه دي واي چي انسان بلکه هر ژوندي شي بې وسه دي. زه ودې ته د پښتو په افسانوي څانګه کښي يو ډېر زيات نوي والي واي او د ګران اجمل ستاينه کوم ولي چي پښتو افسانه لا ډېره شاته ده او داسي وينم چي نن صبا ډېري کمزوري قيصې ليکل کېږي ، خو دا هم د زوي زېري دي . هم دغه کمزوره خلګ به مخته ټالستاي او ګورکي سي. البته دا وايم چي په وجودي ليکوالو کښي زما د فرانس سارتر خوښ وو چي انقلابي وو او ويل به يې چي که دغه کمزوري انسانان د يو اجتماعي تحريک بڼه واخلي ، نو لوي انقلابونه راوستي سي .
اوس و تاسي ته د اجمل لنډه قيصه ږدم چي تاسي هم خوند ورباندي واخلي .
وتل / اجمل پسرلی
بوډا بسترې ته ډډه وهلې وه، لاسونه یې دواړو خواوو ته داسې ایښي وو لکه خیرات ته چې یې غځولي وي.
په کوټه کې د دوا تریخ بوی ته او د یوه مچ بڼا وه چې د کړکۍ پر ښیښې ښکته پورته ځغلیده.
د سپین ږیري ورو زګیروی شو، په زړه کې ورتیر شول:
« که دا ورسۍ خلاصه کړم چې تازه هوا راشي او دا مچ هم ازاد شي»
سپینې شونډې یې په زیړ مخ کې لږ ویړې شوې، خو سترګې یې درنې شوې او خوله یې خلاصه پاته شوه. د ډاکټر غږ شو چې ورو یې ویل:
« د درد دوا یې هیره نه کړئ نور پکار نه دی چې کیموتراپي ته یې یوسئ»
بوډا له ځان سره کلیمه تیره کړه. سترګې یې نیم کښو پرانیستې، ډاکټر نه و. سږي یې له هوا ډک کړل او چې هوا یې بیرته ایسته داسې یې حس کړه چې ستونی یې سره ورغلی. له ځان سره یې وویل:
« خدایه! نور خو مې له دې عذابه وباسې»
د مچ بڼا شوه. بوډا سترګې وغړولې. مچ د کش شوې پردې شاته پر ښیښې ژر ژر پښې وهلې، خو ښیښه نه ماتیده چې ووځي.
پای