ګرانه اجمل جانه . ستا ډالۍ ډالۍ مننه . تا د خپلي دې افسانې بنياد زما د نن د کلي يو انځور جوړ کړي دي او بيا دي وماته ډالۍ کړي ده. ډېره مننه ستا ددې بې کچي ميني . رښتيا خبره دا ده چي موږ له نېچر ، فطرت ، انسان او کلي واله ژونده ځان لېري ساتلي دي او ستا د لنډي قيصې د هيرو غوندي له ستړياو سره مخامخ يو . ستومانه او ټوکودټوکر يو . يوې عامي اوني ته لا په حسرت ګورو چي دې به له ښايست څخه څومره خوند اخيستي وي . زه خو کمزوري يم ، خو دا څومره په خپل ځاي مضبوطه او کلکه ولاړه ده ، کاشکي چي زه هم داسي واي . خبره دا ده چي داسي ولي ده . دا يوه الميه ده چي ډېر پخوا د جرمن ژبي اديب کافکا او انګرېز اديب تهامس هارډي و دې خواته اشاره کړي ده . د فرانسيسي ژبي نر ليکوال سارتر واي ( نر سارتر مي په دې وليکل چي هغه د ملين ډالرز نوبيل انعام واپس کړي چي دا ټولي د سرمايه دارانه نظام د ژوندي ساتلو لوبي دي ) چي نن زموږ د ټولني د ستړيا سوب سرمايه دا رانه نظام دي چي په دې مرض يې اخته کړي يو چي څنګه له يوې کالداري څلور جوړي کړم . په دغه خو نيمه دنيا ډېره مړېږي او نيمه ډېره غريبه کېږي او له موږه يې د سرمايه داره قوتونو بيزوګياني جوړي ګړي دي چي هم مو رخصوي ، هم مو وږي ساتي او هم ستومانه يو . په دغه خو د دهشت راج دي ، خپل رانيول سوي لېوني سپي يې خلاص او توان من ساتلي دي ، خلګ خودکشۍ کوي او په ژوند کښي هيڅ خوند نه ويني . له دغي الميې سره نن موږ پښتانه مخامخ يو . يو ځل بيا مننه .
فاروق سرور ته ډالۍ/ اجمل پسرلی
د زړې ونې ډډ ته یې ډډه ووهله. سړی ستومانه و. سترګې یې پټې ونیولې. سیوري ته شمال یخ لګیده.
ورپام یې شو چې د ونې ریښې پر مځکه برسیره غځیدلې دي. له ځان سره یې وویل:
« تر مځکې لاندې به تر کومه ژورې وي؟»
بیا یې خولۍ له سره لرې کړه د ونې سر ته یې وکتل:
« د ونې له سره به تر کومو ځایونو کلي ښکاري؟»
د ونې پاڼې باد خوځولې. مساپر له ځان سره وویل:
« بختوره ځای پر ځای ولاړه ده»
سړی راولټیده، پښې یې بږو نیولې وې ( ویده شوې وې) که یې د وني پر ډډ لاس نه وای تکیه کړی، پرتلی به و. بیرته یې پښې د ونې له ریښې سره وغځولې:
« اخ که مې پښې دغسې وای اوس به مې څه کول».
۲۵/۴/۲۰۱۵