استاد اجمل ښکلی

اجمل ښکلى مي مخامخ نه دى ليدلى خو راته ګران دى، هغه خبره چي پر ناليدلي مخ مين يم.

د استاد اجمل ښکلي چي څنګه تخلص ښکلى دى  داسي دى هم ښکلى دى، هنر ئې هم ښکلى  دى  ليک او قلم ئې هم. دنده ئې هم سپېڅلې او  ښکلې ده، شخصيت ئې هم ښکلى او منلى دى.

څنګه چي له څاڅکوـ څاڅکو سيند او له يوه ـ يوه ګل نه غونچه جوړيږي داسي چي دومره ښکلاګاني را يو ځاى شي نو داسي ښکلى ترې جوړ شي چي “اجمل ښکلى” ئې بولو.

د استاد ښکلي نثر او نظم  دواړه ښکلي دي خو تر نثر ئې ما نظم وړي، نظم ئې ځکه خوښوم چي په نظم په تېره په غزل کي ئې  زما د  زړه خبري دي،  هغه خبري کوي چي زما پر شونډو ناويلي پاته دي. هر غزل ئې بياـ بيا لولم، نوى ـ  نوى  خوند ترې اخلم.

څنګه چي ښکلاته يو ټولمنلى تعريف نه لرو داسي زه هم نور د ښکلي تعريف نشم کولاى، خو  دومره وايم څنګه چي ښکلا نه پټيږي او څنګه چي ښکلاـ ښـــکلا ده داسي زموږ ” ښکلى”    “ښکلى”  دى.
ښاد او اباد   دي وي
که به زما په دعا کيږي
رب دي پاچا کړه چي ســلام ته دي درځــمــه

دا غزل ئې هم راسره ولولئ وروستي بيت کي څه وايي کاشکي چي  زه ئې  عملي کړم

غزل

د محبت هيله به دروړله ما تا ته خوشې
زه په اوبو پسې له ښاره وم صحرا ته خوشې
…………….
ستا د تور خال د ورانولو کار به نن وکړمه
او د دنيا کار ته به ځان کړمه سبا ته خوشې
…………….
اوس پکې ګرمې وي خبرې د دوزخ د لمبو
چې ميکده شوه له مظلوم ساقي ملا ته خوشې
…………….
بې ستا له مخه د ژوند نور ضرورتونه لرو
پتنګان نه يو، چې همېش به يو رڼا ته خوشې
…………….
د جانان غم وي او يا وي د وطن وينې حالت
ژونده بښنه! زموږ خولې نه دي خندا ته خوشې
…………….
خپلې وړانګې دې ډيوې کړې درپسې درټولې
هغه سړى  دې کړ د شپې تورې بلا ته خوشې
…………….
د ازادۍ له زندګۍ واخله مزې اجمله!
د هغې غم لکه کوتره کړه هوا ته خوشې(۱)
…………………………………………
۱-  د مقطع وروستۍ مسره د ندا فاضلي د لاندې اردو بيت په تاثر کې ليکل شوې:
دهرتى بچها، دشائيں جگا، دن اگا کے چهوڑ
اٹھ اور اس کے غم کو کبوتر بنا کے چهوڑ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *