ښار له پکولیانو ډک شوی و. په هر واټ مست مست ګرځیدل. له ټولو مست یې هغوی وو چې له کوږ پکول سره یې له غاړو برګ دسمالونه هم را تاو کړي وو. دوی داسې مغروره ګرځیدل لکه کابل چې یې د خپلو مټو په زور له سیالې ډلې نیولی وي. دوی په هوا کې (بي ۵۲) نه لیدلې او یا یې شاید هغه هم خپل تولید ګڼلې!
دا یوازې هغه کسان هم نه وو چې پنځه کاله یې د مقاومت مورچلې تودې وساتلې، دوی کې هغه خلک هم ښه په شوق ورګډ شوي وو چې په ښار کې په کارونو بوخت وو او د ځان د خوندي توب لپاره یې لنګوټي په سرول.
دوی ځانونه د کابل فاتحان ګڼل. د کابل برخلیک هم عجیبه دی، تل د فتوحاتو ډګر پاتې شوی؛ خو هیڅ فاتح یې ډیر عمر نه دی کړی. هغه کابل چې له دې وړاندې یې ملا بورجان فاتح ګڼل کیده، اوس دا لقب د هغه حریفې ډلې تر لاسه کړی و.
یو وخت د طالبانو د امارت د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلی مخدوم عبدالسلام سعادت له یوه بهرني سفره راستون شوی و.په دې رسمي سفر کې یې د مخالفې ټلوالې له غړو سره لیدلي وو. مخدوم صیب د قلعه فتح الله په درېیم سړک کې د ښاغلي سید حسین انوري کور فتح کړی و او هملته له خپلو ملګرو سره بې غمه اوسیده. انوري د شمال ټلوالې یوه جنګي څیره وه او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یو مهم غړی و. سعادت صیب نکل کاوه: سید حسین انوري راته ویل چې زما کور کې اوسیږې، دا وخت به هم تیر شي، کله د ابا وار کله د ادې! مخدوم صیب وخندل او زیاته یې کړه: ما ورته ویل چې اوس خو د ابا وار دی!
خو، نور د ابا وار تیر شوی و.
دا د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ لومړۍ ورځې وې. تایمني کې د سړک تر غاړې یوه دوه پوړیزه ودانۍ وه. دلته به اونۍ کې یو ځل را ټولیدو، نقد به کیده، مشاعره به کیده او کیسې به لوستل کیدې.
غونډه کې ناست وو، پر لنډه کیسه د کره کتنې نوبت و. یو نوی ځوان ستیج ته را وبلل شو. کاغذ یې پرانیست او بیا یې لنډه کیسه شروع کړه. کیسه ختمه شوه، د نقد نوبت شو. دلته خو اکثره وخت نقادان د اثر په ځای لیکوال ته ګوري، که لیکوال مشهور او نوموتی وي نو د هغه د لیکنې ناسمې برخې هم ورته شهکارونه ښکاري خو که لیکوال نوی وي نو بیا ورپسې ذره بین را اخیستل کیږي. کیسې پسې هم ذره بینونه را وویستل شول او هر چا چې هر څه ویل غوښتل وه یې ویل.
نقد خلاص شو، زلمي لیکوال ته وخت ورکړل شو. ما ویل اوس به د ستیج له سره جګړه شروع کړي او اوس به خپل زړه په خپل نوبت کې تش کړي او یا به له کیسې لیکلو سره مخه ښه اعلان کړي. خو د زلمي لیکوال په سینه کې د یوه تجربه کاره سپین ږیري په څیر له حوصلې ډک زړه ټوپونه وهل. موسک شو، له ټولو یې مننه وکړه او دا یې هم وویل چې مشورې ډیرې ګټورې وې او نورو کیسو کې به یې عملي کوي.
حیران شوم او سمدلاسه راته دا په عمر خام خو په عقل پوخ هلک راتلونکی استاد ښکاره شو، دا پیش بیني مې د ایرانۍ شاعرې پروین اعتصامي د بیت په اساس وکړه:(( هیچ دانی چه کسی گشت استاد؟ – انکه شاگرد شد و عار نداشت))
وخت تیریده، یو دوه ځلې مې بیا هم ورسره لیدل وشول او نور مې ونه لیده. یو وخت خبر شوم چې زما وړاند وینه په ځای وه، دا هلک ځوان شوی و او بیا کابل پوهنتون کې استاد شوی و. دا استاد (اجمل ) نومیږي. اجمل رښتیا هم (ښکلی) دی؛ د علم په ګاڼه او د ذکاوت په سینګار.
اجمل ښکلي، په لږ وخت کې دومره مزل وکړ چې تصور یې نه کیده. دی اوس په ځوانۍ کې د هغو پخو استادانو په لیکه کې ولاړ دی چې حساب پرې کیدای شي او ویاړ پرې کیدای شي.
اجمل هغه معمار ته ورته دی چې پریمانه خښتې او مسالې ور سره وي او د کارونې عالي مهارت هم ولري، نو خامخا به ترې ښایسته ماڼۍ جوړوي. له ده سره د معلوماتو کمی نشته، د معلوماتو د خزانو کیلیانې( کونجۍ) ور سره دي، چې په هره برخه کې لیکل غواړي، خزانه خلاصه کړي بهترین معلومات پکې انتخاب کړي او په داسې تار یې وپيي چې قیمتي او ښایسته هار ترې جوړ شي.
استاد، د ادبیاتو په هره برخه حاکم دی. کله چې د ژبپوهنې موضوع څیړي ته به وایې ټول عمر یې یوازې همدې څانګه کې کار کړی، کله چې ګرامري موضوع روښانوي فکر کوې یوازې ګرامر ته یې کار ویلی خو کله چې د تخلیقي ادب سپړنه کوي بیا ګومان کوې چې دی یوازې د شعر کار پوه دی او همدې ته یې ژوند وقف کړی دی.
د ډیری محصلانو له ګرامر او ژبپوهنې سره جوړه نه وي، زما هم ورسره د محصلۍ په دور کې جوړه نه وه او دا ځکه چې خشک مضامین دي خو د دې خشکي هغه وخت له منځه ځي چې استاد اجمل یې درته تشریح کړي.
استاد یو ښه کرکتونکی دی. ښه والی یې په مسلکي عمل، پر ځان باور او جرئت کې دی. هغه د ځینو نورو ناقدینو په خلاف، د نقد په مهال له لیکوال سره خپلې هر ډول اړیکې پرې کوي. یوازې د هغه اثر ته ګوري. دې کار هغه ته د سم نقد جرئت وربخښلی او دغه شان نقد د ادب په وده کې بیشکه چې ستر رول لري.
د استاد یو بل مهم کمال دا دی چې د لیکنې لپاره ډېر ریاضت کاږي، پراخه مطالعه ورته کوي. د هغه تحقیقي لیکنې لکه د ناول په څیر دي، که یو پکې مرکزي کرکټر( مرکزي موضوع وي) نو په لسګونو نور واړه واړه فرعي کرکټرونه ( موضوعات) هم پکې په خپل ځای راپورته کیږي او څیړل کیږي. یعنې که تاسو د یوې مشخصې موضوع په اړه د استاد لیکنه لولئ، نو چې کله مقاله ختمیږي تاسو به ګڼ شمیر نور مسایل هم زده کړي وي.
د استاد د ارایې ژبه ډیره ساده، روانه او د فهم وړ ده. هغه د لیکنې په مهال لکه کښتۍ د سمندر پر سر نه ګرځي، بلکې لکه اوبتل عمق ته ښکته کیږي او پریمانه جواهر را باسي.
یو وخت چې به مې د تخلیقي ادب په اړه د خپلو ځینو لیکوالانو لیکنې او کره کتنې لوستلې او بیا به مې د ایراني لیکوالو لکه رضا براهنی(۱)، ډاکټر سیروس پرهام (۲)، محمد رضا شفیعی کدکنی(۳) او… لیکنې ولوستلې نو ناهیلی به شوم. د خپلو ځینو لیکوالو لیکنې به راته د هغوی مقابل کې کمزورې او ابتدايي ښکاره شوې، خو دا ناهیلي مې د استاد اجمل او بعضو نورو لیکوالانو ختمه کړه.
استاد اجمل لا ځوان دی، دعا کوم چې اوږد عمر ولري او ډاډه یم چې که خپل کار ته ادامه ورکړي، د هغو ایراني لیکوالانو په لیکه کې به ودریږي چې ما یې نومونه واخیستل.
ډاډه یم چې یو وخت به د دې ځوان استاد لیکنې د یوه ضروریت له مخې نورو ژبو ته ژباړل کیږي او له خپلو هیوادوالو سربیره نورو خلکو ته به یې هم فیض رسیږي.
د فیوضاتو دغه چینه دې تر ډيره رڼه وي.
محمد نعمان دوست
سرخط ورځپاڼه، نننۍ ګڼه ( د غويي څلورمه، ۱۳۹۵)
—
۱- د (طلا در مس) کتاب لیکوال
۲- د ( ریالیسم و ضد ریالیسم در ادبیات) کتاب لیکوال، چې د ځینو ستونزو له کبله یې دا کتاب په مستعار نوم ( دکتر میترا) چاپ کړ.
۳- د ( صور خیال در شعر فارسی) کتاب لیکوال