تاند، یکشنبه، د میزان ۲۱مه: ټاکل شوې چې له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان یا فاینانشل اکشن ټاکس فورس (FATF) سبا دوشنبه تور لیست ته د پاکستان د غورځولو په تړاو وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي د نړیوالې ادارې اسیايي څانګې ویلي، پاکستان له ترهګرۍ څخه مالي ملاتړ نه دی درولی او نه هم د تورو پيسو د سپینولو په مخنیوي کې بریالی شوی دی، چې له کبله یې ډېر امکان شته دا هیواد له خړ لیست څخه تور لیست ته وغورځول شي.

له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ د مخنیوي نړیوال سازمان تېر ۲۰۱۸ کال کې پاکستان خړ لیست ته غورځولی و، خو ورسره یې ۲۷ ماده ییزه اخطاریه هم ورکړې وه چې د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبره پورې دې ځان په شرایطو برابر کړي ګني تور لیست ته به یې واچوي.

اوس دغه سازمان وايي، پاکستان تر اوسه په دغو ۲۷ مادو کې یوازې ۶ مادو باندې عمل کړی دی، تر دې چې پاکستان په تخنیکي برخه کې هم له ۴۰ امتیازونو څخه یوازې ۱۰ امتیازونه ترلاسه کړي دي.

خو بلخوا پاکستان چې تر سخت فشار لاندې دی، دا مهال یې سترګې چین ته ډېرې ور اوړي تر څو یې په تور لیست کې راتلو مخه ونیسي.

پاکستاني لومړي وزیر همدا راز د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له ترکیې او انډونیزیا څخه هم غوښتنه کړې ده چې تور لیست ته یې د نوم د اضافه کېدو مخه ونیسي.

که پاکستان د فاینانشل اکشن ټاسک فورس په تور لیست کې راغی نو دا هېواد به په نړیوال اقتصادي ډګر کې له سختو بندیزونو سره لاس و ګرېوان شي، ځکه پاکستان منلې ده چې خړلیست کې د نوم راتلو له کبله یې اقتصاد سخته ضربه لیدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *