شغ شو شنه رېنجر رانه تېره شوه ، ورپسې ومې کتل د پلېټ پرځای يې ليکل شوي ول : احتياط .
د څنګ نفر را وکتل له څه ويلو پرته يې په سړک سترګې وګنډلې .
سپرلۍ ګونګوسی شروع کړ، يوه ويل: ظالم موټر وو ، خو در بدر يې کړل.
بل ور غبرګه کړه : وروره د دولت مال دی ، ندي دي اورېدلی چې وايې : پردی مال په شا زورور وي .
ډرېور ته نوبت ورغی په وياړ يې وويل په ولاکه دا يوهم لايسنس لري …
شل پنځه ويشت دقيقي ووتې تر کابله به نيم ساعت لاره پاتې وه ، د مخې جېب مې رېږد واخست ، موبايل مې راويست ، بلې دادي درغلم يوازې شل دقيقي … صبر …
د غره تر لمنه را تاو شو ، ليکه موټر ولاړ ول لار بند وه .
تر غوږ مې شول : د امريکا پيسو مست کړي هواته ګوري ، ته به وايې د پلار موټر يې دي لکه جيټ به در ځنې تېر شي .
لږ وړاندې ورغلم ، رېنجر له يوې ژېړ رنګه سراچې سره جنګېدلې وه ، څوتنه په وينو سره غلي ولاړ وو، د سپېنې سراچې ډاله خلاصه وه ، دوه کسان قات قات بېخوده پکې پراته ول .
د سړک په منځ ولاړ رېنجر ته مې بيا پام شو ، ورو مې ولوستل : احتياط .
پای
د ليندۍ ۸ ميدانښار