تاند، سه شنبه، د حوت ۶ مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ غړی انوارالحق احدي ادعا کوي، که د ولسمشرۍ ټاکنو رایې شفافې وشمېرل شي عبدالله عبدالله ګټوونکی دی.
هغه چې د عبدالله لخوا د خپل حکومت اجرائیه رئبس بلل شوی، نن یې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ثبات او همپالنې ټېم د رایو بیا شمېرلو ته چمتو دی.
ښاغلي احدي همدا راز ټینګار وکړ چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت لومړۍ دنده به له فساد سره مبارزه وي.
ښاغلي احدي او د ثبات او همپالنې د ټیم یو شمېر نورو غړیو نن په کابل کې د عبدالله عبدالله لپاره بریا په نوم جشن او غونډه ترتیب کړې وه.
له بلې خوا چین نن اعلان وکړ چې د افغانستان په ټاکنو کې د کمیسیون پریکړې ته احترام لري او دوی به د اشرف غني په مشرۍ له بریالي اعلان شوي حکومت سره په ګډه کار کوي.
ولسمشر غني چې د ټاکنو کمېسیون په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو بیا ځل لپاره بریالی اعلان شوی د پنجشنبې په ورځ د لوړې مراسمو ته تابیاو کوي.
احدی دی خدای وشرموي!ا
که لابراتواري معاینه یې وشي، احدی هرو مرو نرښځی دی
ښاغلی احدی ته باید وویل شي چې پرتاسو حتما د پیر ګیلاني کورنۍ تاثیر کړی دی. که د ټولو رایو شمېرنه شل وارې ګز کړی بیا به همدا پایلې ولري. نور هسې ځانونه مه ستړي کوئ .
افسوس ستاسو په حال چې د قدرت لیونیان یاستئ ، تاسو ته نه قانون ارزښت لري اونه افغاني قول او اعتماد.
If Mr Ahadi really believes in this his personality is questionable.