تاند- د احرار الهند په نوم یوې ډلې د کوټې او پېښور د نن ورځې د خونړیو حملو مسوولیت په غاړه واخیست.

د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو په مرکزونو کې پر پولیسو او پوځیانو په بریدونو کې ۱۹ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې د احرارالهند په نوم تنظیم د دواړو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د دغه تنظیم مشر عمر قاسمي وویل:«دواړه حملې موږ وکړې، موږ د پاکستان د طالبانو د تحریک او حکومت ترمنځ له خبرو سره هیڅ کار او تړاو نه لرو.»

دا حملې په داسي حال کې شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د یوې میاشتې په مخه اوربند اعلان کړی او له حکومت سره یې خبرې پیل کړي دي.

احرارالهند تنظیم تر دې مخکې د روان مارچ په درېمه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې پر عدلیې د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و او ویلي یې و چې په درست پاکستان کې د اسلامي شریعت تر نافذېدو پوري به دا ډول بریدونو ته دوام ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا احرار الهند ډله هیڅکله له طالبانو سره یوځای نه وه او تل یې د یوې مستقلې ډلې په توګه عمل کړی دی.

2 thoughts on “احرارالهند تنظیم د پېښور او کوټې د حملو مسوولیت ومانه”
  1. هسي وايي واي مكوه بر جا وبه شي برتا،دا بنجابستان رنكارنك مدرسي جوري كري افغانستان يي وسوزاوه د جهاد خايينينو به لأس او تورمخو طالبانو به لأس اوس وار دده دملك ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *