احساسات په انساني کالبوت کې نغښتل شوي دي ،احساسات د کرکې ، مینې ، قهر، ویرې ، خوښۍ څخه سرچینه اخلي.

موږ په ټولنیز ژوندانه کې له بیلابیلو ستونزو ، راویو ، کړو وړو او چلندونو او ستونزو سره مخ کیږو ، په همدې ډول سره ډیر وختونه د هیلې خلاف یا په اصطلاح د احساساتو خلاف کړنې له  موږ سره ترسره شي موږ ناهیلې شو او احساسات مو ټپي شي .

شخصي تجربې او کله چې کوم څوک وکولی شي خپل حالت په سم ډول د قلم په ژبه بیان کړي دا ممکن تر څیړنو هم غوره معلومات وي .

ډیری وختونه  په ژوند کې ډیر نږدې خلک ستا له خوښې او احساساتو خلاف کړنې ترسره کړي ستا احساسات چې څه غواړي همغسې یو څه ونه کړي موږ په عامه اصطلاح وایو چې زړه مې ترې بد شو په دې کړنې سره مې یې زړه سوری کړ دا اصلآ احساسات دي .

ډیری خلک د ژوند کوچنیو  ستونزو سره ډیر جدي چلند کوي ، ځینې خلک بیا له ډیر شمیر ستونزو سره هم ډیر عادي وي ، د ډیری حساسو خلکو ژوند هم له ستونزو ډک وي چې د عمر په تیریدو سره ممکن په رواني ناروغیو اخته شي .

د احساساتو بحث ممکن په اروپوهنه پورې تړلی بحث وي موږ چې په افغاني ټولنه کې ژوند کوو ممکن ډیره برخه وګړي مو د احساساتو په نوم څه شی ونه پیژني ، ځکه دا ځانګړي بحث دی او ډیر شمیر د ټولنې خلک مو په هره برخه کې معلومات ونلري  د مثال په توګه کیدای شي انجنیر ، اقتصاد پوه ، او د نورو مسلکونو خاوندان په دې برخه کې معلومات او مطالعه ونه لري .

په همدې ډول په کار ده له هر چاه د احساساتو د پاللو هیله ونه لرو ، تاسې له یو چاه سره  ډیرې دوستانه او  نږدې اړیکې لری خو هغه یو ناڅاپه داسې کړنه ترسره کوي چې ستا په روان او   احساساتو ډیر بد اغیز کوي . تاسې ځکه اهمیت ما ورکوی .

ممکن هغه د مقابل انسان په احساساتو نه وي پوه شوي تاسې په دې هم ډاډه یاست چې هغه په خپل مسلک کې رسیدلی او باسواده دی خو دا په دې پورې اړه نلري ځکه ډیری خلک ژوند ډیر عادي نیسي د ژوند سختی او ستونزې یې نه وي لیدلي د نورو ازارول او نورو ته ازار ورکول یې نه وي احساس کړي.

نو اړینه ده چې د حساس کیدو پر ځای د هغو پر وړاندې چې تاسې یې د شحصیت او پوهې سره هم اشنا یاست ،     ژور فکر وکړی او دا ځان ته معلومه کړی  چې هغه یوازې په خپل مسلک کې پوهیږي د ژوند په  نورو اړخونو کې دومره وړتیا نلري .

د نورو احساسات او زړونه ساتل ځانګړی هنر دی لکه څنګه چې   رحمان بابا وایي :

زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي

مشکل کار دی جوړول د شکسته و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *