ارواپوهنه د انسان د سلوک، چلند او ذهني عملیو علمي او تحلیلي مطالعه ده. ارواپوهنه د ځان‌پېژندنې، بل‌پېژندنې او له ټولنې او چاپېریال سره د جوړجاړي یوه داسې مهمه کیلي ده چې له موږ سره د خپلو فعالیتونو په سمون، د ناخوښو او ناسمو غبرګونونو په بدلون او د یوه سالم او متوازن شخصیت په وده کې مرسته کوي.

دا چې د انسان د چلند، کړو وړو، په چاپېریال کې د هغه د عمل او عکس‌العمل او نورو ذهني مسایلو په باب له پخوا څخه ځینې بحثونه په یو شمېر علومو لکه فلسفه، لرغوني طب او فیزیولوژۍ کې موجود وو او د انسانانو د تاریخي هلو ځلو او تجربو په رڼا کې دغو علومو اختصاصي بڼه پیداکړه، همداسې د کړو وړو او نورو رواني مفاهیمو لکه (د ادارک، تمرکز، احساس، انګېزې، عاطفې، شخصیت، بېلابېلو هیجاناتو ذهني انځورونو، فردي اړیکو، نورو باطني او نه  حس‌کېدونکو پدیدو) مطالعې هم د انسانانو په منځ کې د یوې ځانګړې پوهې په توګه ځان راڅرګند کړ او د ارواپوهنې په نوم مشهوره شوه.

د دغې نوې پوهنې په رامنځته کولو او پراخولو کې ډېرو پوهانو هلې ځلې کړې چې تر ټولو لومړی پکې الماني فېزیولوژېست (ویلهلم وونټ) دی. ده په ۱۸۷۹ م کال کې په (لایپزیک) پوهنتون کې د ارواپوهنې لومړنی لابراتوار جوړ کړ او په دې سره یې د دغه علم لومړني بنسټونه په پښو ودرول. تر ده وروسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ارواپوهنې لپاره نورو پوهانو زیار و ایست او په دغه برخه کې یې زیات شمېر اثار او افکار رامنځته کړل. اوس به راشو دې ته چې احساسات څه ته وايي.

احساسات څه دي:

ټول انسانان د حالاتو او شخصي افکارو پر وړاندې غبرګون يا حساسيت څرګندوي چې د پارېدنې يا احساس په نامه یادېږي. ځینې احساسات کېدای شي مثبت وي چې انسان خوشحالوي؛ لکه مينه، نېکمرغي، خوند او ویاړ. خو کېدای شي احساسات منفي هم وي چې د خلکو د ناخوښۍ لامل ګرځي؛ لکه غوسه، ډار، غـم، کـرکـه، درد، نهيلي او مايوسي.

په ارواپوهنه کې احساس یا (emotion) هغه پېچلي حالت ته وایي چې له فزیکی یا رواني بدلون سره رامنځته کېږي او د شخص پر فکر او چلند اغېز کوي. احساسات له ډېرو نورو رواني پدیدو سره تړلي؛ لکه مزاج، شخصیت، خوی، انګېزې او داسې نور. د ارواپوهنې د څېړونکي او لیکوال ډېوېډ مایر په قول “انساني احساسات د فېزیولوژیکو هڅونو، څرګندو برخوردونو او شعوري تجاربو یوه مجموعه ده”.

احساس تر یوه حالت، تجربې یا خاطرې  وروسته رامنځته کېدای شي. احساس له موږ سره مرسته کوي پر هغه څه وپوهېږو چې راپېښېږي او خپل عکس‌العمل ښکاره کړو؛ دا عکس العمل کېدای شي ښه یا بد وي. زیاتره اشخاص د خپلو احساساتو د بیان لپاره مناسب عکس العمل ښکاره کولای شي؛ خو ځینې اشخاص تر شدیدو روهي صدمو وروسته د خپلو احساساتو د درک او پوهاوي توان نه‌لري. د همدې ناتوانۍ له امله مناسب عکس‌العمل نه‌شي ښکاره کولای او له بېلابېلو روحي ستونزو سره مخېږي.

د ارواپوهنې علم پر بېلابېلو لیدلورو سربېره احساسات پر دوو برخو وېشي؛ اساسي احساسات او  تعقیبي احساسات.

  1. اساسي احساسات: موږ ته یو څه راپېښېږي او ناڅاپه یو احساس پیداکوو. کله چې عکس‌العمل ښیو، دا زموږ لومړنی عکس‌العمل یا اساسي احساس دی. دا احساس په ډېره اسانۍ سره تشخیصولای شو. دا ډول احساسات پر څلورو برخو وېشل کېږي:
  • وېره
  • خوښي
  • خفګان
  • قهر
  1. تعقیبي احساسات: دا ډول احساسات تر لومړنیو احساساتو هم پېچلي دي؛ ځکه موږ تعقیبي احساس له لومړنیو احساساتو څخه ښکاري. دا ډول احساسات موږ له ماشومتوبه د مشرانو عکس‌العمل ته له پامه وروسته زده‌کوو.

ډېری ډاکټران په دې باور دي چې کله ماشومان زېږي، په لومړيو کې احساسات نه لري؛ خو کله چې تګ او خبرې کول زده‌کوي، احساسات هم زده‌کوي. د بېلګې په ډول، يو ماشوم ښايي په لومړيو کې له غوسه‌ناک سپي څخه ونه‌ډار شي؛ خو کله چې هغه سپي ته د لوبو لپاره ورنږدې کېږي او سپی ورته وغورېږي يا يې وخوري، د ماشوم په وجود کې د سپي په اړه ډار پيداکېږي او په راتلونکي کې ټولو سپيانو ته له نږدې کېدو ځان ساتي. یا له زيږېدلو سره دستي ورسره وي. قوي عمل کوي. د هېڅ فکر تابع نه دى. په خپل سر کار کوي. نوى زېږېدلى ماشوم د آرامتيا، تکليف، کرکې، خوشحالۍ او نور احساسات لري. احساس خو ان په نباتاتو کې درک کېږي. بوټى چي تږى شي او غذايي مواد يې کم شي، احساس یې په پاڼو کې د شنه کېدو او ژېړېدو په بڼه څرګندېږي.

ډي. اېچ. لارنس وايي: “زما په باور احساس تېروتنه نه‌کوي او تر عقل لوړ مقام لري. عقل جايز الخطا دى؛ خو وينه چې دننه څه شى احساس کړي، پر هغه باور لري او انکار نه ترې کوي. احساس په وجود کې مستقيم ځواب دى، خنډ نه لري، په خپله کار کوي او فکر پکې مداخله نه‌لري.”

احساسات مو په بدن کې د کېمیاوي بدلونونو لامل کېږي تر څو د بدن په دفاع کې مرسته ورسره وکړي. مثلاً که يو کس په وحشتناک او ډاروونکي حالت کې وي، ادرینالین غـدې يې د وينې د دوران په سیستم کې ځينې افرازات ترشح کوي چې د ادرینالین په نامه يادېږي. کله چې وينه په جريان کې وي، ادرينالين د دې لامل ګرځي چې د زړه ضربان لا تېز شي تر څو مغز او عضلو ته زیاته اندازه وينه ولېږدوي. په همدې حال کې زياته اندازه خوږه وينې ته ننوزي تر څو بدن ته لا زياته انرژي ورکړي او له ستونزې سره مقابله وکړي.

د انسان او حیوان تر منځ احساسات څومره سره شریک دي

کله نا کله فکر کوو چې احساس یوازې په انسان پورې محدود دی؛ خو اصلي خبره دا ده چې حیوانات هم احساس لري. انسانان او حیوانات د احساساتو په څو مواردو کې سره شریک دي، د بېلګې په توګه:

نه یوازې انسان د خوند، درد او وېرې احساس لرلو توان لري، بلکې دا احساسات د ګڼو نورو حیواناتو د وګړو د بقاء لپاره هم ډېر مهم دي.

تر ټولو ډېر پېچلی احساس څه دی؛ لکه د خپلوانو په مړینه ویر کول او یا د ناتار پر وړاندې غوسه کول؟

پرمخ‌تللې بیولوژي او دماغي علم دې پایلې ته رسېدلی چې زموږ عصبي سیستم د ځینو حیواناتو له عصبي سیستم سره ډېر ورته دی، په تېره بیا تي لرونکي حیوانات.

څومره چې موږ فکر کوو چې ځینې احساسات یوازې په انسان پورې محدود دي، تېروتي یو.

لاندې پنځه هغه بېلګې دي چې د انټروپولوجۍ د اسپانوي عالم بابلو هیریروس “د حیواناتو عاطفي ذکاوت” په کتاب کې راغلي دي:

د انصاف احساس

د هند مکاک بیزو

ډېری انسانان د عادل او ناعادل تر منځ توپیر کولای شي چې “کاپوتچین” بیزوګانې هم دا کار کولای شي.

په اتلانتا کې د “یورکس بریمات” په نامه د یوه مرکز څېړونکي ځینو کاپوتچین بیزوګانو ته اصلي بادرنګ او بلې ډلې ته یې پلاستیکي بادرنګ ورکړي. بلې ډلې ته یې انګور ورکړي چې تر بادرنګ یې ډېر خوښ کړي.

په غچ اخیستو کې لېوالتیا

موږ ټول په یوه پړاو کې د غچ اخیستو له لېوالتیا سره مخامخېږو، آیا حیوانات دا کار نه‌شي کولای؟

په ۲۰۱۶ کال کې د هند په ختیځ رانتچشي ښار کې ځینو فیلانو پر یوه کلي برید وکړ او استوګن یې د خپل ژوند د خوندیتوب په خاطر تېښتې ته اړ ایستل. حیواناتو د هغه فیل مړی لټاوه چې د اوبو په یوه ویاله کې لوېدلی او مړ شوی و. حیوانات د انتقام او غچ اخیستو حس له دښمنانه کړنو زده کوي.

شمبانزي بیزو ته هم خپل ملګري او دښمنان ښه ور په زړه کېږي. که دښمن یې پر ملګري برید وکړي، دوی غچ اخیستو ته چمتو کېږي.

له مور سره مینه

انسانان د مینې او د بچیانو د ساتنې عاطفي میلان لري، خو ګڼ شمېر نور حیوانات هم له مور سره د مینې لرلو په څېر احساس لري.

د تانزانیا یوه شمبانزي چې په کریسټینا مشهوره ده، د خپل کوچني بچي د ساتنې لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې چې یوازې ونه‌اوسېږي. همدارنګه بل څوک یې هم د خپل کوچني بچي پورته کېدو ته پرې نه ښودل.

بابلو هیریروس د هغې فیلې او بچي په اړه ولیکل چې په تایلنډ کې له خپلې ډلې جلا شوي وو او کوچنی بچی یې غلا شوی و. کله چې دواړو بېرته سره وموندل، تر یوه ساعت پورې یې یو او بل ته رډ رډ کتل او بیا سره غاړه غړۍ شول.

غمجن زړه

بېلتون او د ژوند د شریک له لاسه ورکول د زړه غم پیداکوي. ځینې طوطیان چې د ژوند په اوږدو کې د ژوند له شریکانو سره مخلص وي، د هغوی په له لاسه ورکولو کې یې زړه سخت غمګین شي. که د ژوند ملګری یا ملګرې یې ناڅاپه ومري، شریک یې ډېر غمجنېږي. ان ځینې وخت خواړه هم نه خوري او لا کمزوری کېږي.

خواخوږي او زړه سوی

انسانان د نورو د خواخوږۍ او زړه سوي احساس لري. په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یوې څېړنې وښوده چې بېدیايي موږک له نورو غمجنو موږکانو سره خواخوږي ښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *