په بریتانیا کې ساینسپوهانو داسي روبوټ جوړ کړ چې انسان ته ورته احساسات لري.

د بریتانیا د بریسټول او لندن کالج پوهنتونونو د ساینسپوهانو له لوري د برټ ۲ (BERT2) په نوم جوړ شوی روبوټ شونډې او غټې سترګې لري.

دوی وايي، د دې لپاره یې سترګې او شونډې ورکړي چې روبوټ طبیعي ښکاره شي.

د سترګو او خولې لرلو ورته دا امکان برابر کړی چې انسان ته خپل احساسات څرګند کړي.

دا روبوټ که تېروتنه یا غلطي وکړي، بخښنه غواړي. مثلاً که هګۍ یې له لاسه ولوېږي او ماته شي، بخښنه غواړي او له همدې کبله د کاروونکي انسان باور پرې زیاتېږي.

په دې روبوټ کې د پرمختللیو مصنوعي مازغو ټکنالوژي کارول شوې ده چې په ځینو مواردو کې که کاروونکی پر برت۲ پټکې وکړي نو ممکن زړه ماتی او خوابدی شي.

دا روبوټ د خپل کار په پای کې له خپل خاونده پوښتنه کوي چې ایا کار یې سم ترسره کړ. د ده په خبرو کې د انسان په شان د کار کولو په مهال یو ډول اندېښنه احساسېږي.

په دغه روبوټ کې د خواشینۍ، خوښۍ، هیجان، لېوالتیا او شوق، پر غلط یا ناسم کار د پوهېدو او د خپل خاوند پر رضایت د پوهېدو احساس شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *