تاند- د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي له ولسمشر اعلانېدو یوه ورځ وروسته په لومړنۍ وینا کې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي حکومت به د قانون، عدالت، شفافیت او مسوولیت د قانون حکومت وي.
ده د کابل په اماني لېسه کې خپلو یو شمېر پلویانو او د حضرت صبغت الله مجددي په شمول د یو شمېر مشرانو په غونډه کې وویل دا به په افغانستان کې د احمدشاه بابا له دوره تراوسه پوري لومړی ځل وي چې له یوه منتخب ولسمشره بل منتخب ولسمشر ته واک په سوله ییز ډول لېږدول کېږي.
ده وویل، د افغانستان ثبات او د افغانانو امنیت تر بل هر شي ورته مهم دی.
احمدزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان ټول مشکلات به په تدبیر، توجه او قاطعت حل کړي.
ده همدا رازوویل چې حکومت به یې ولس ته ځواب ورکوونکي وي ځکه چې د ملت په ارادې او رایو جوړ شوی دی.
اشرف غني احمدزي وویل:« د مسلمان او افغان په حیث اول خدای ج او بیا ملت ته ځان مسوول بولم چې د ولس رایه به خوندي کوم. ملت موږ ته، د ملي وحدت حکومت ته او ما ته د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه لوی مسوولیت را په غاړه کړی، د اخرت په ورځ خدای تعالي به د هر افغان د وضعیت په اړه له ما او زما له همکارانو پوښتنه وکړي نو نن بیا هغه ورځ راغلې چې د تواضع سر ټیټ کړو او له خدای پاکه د مرستې غوښتنه وکړو ځکه دا لوی پېټی د خدای له مرستې پرته نه شو وړلی.»
ده له ټولو افغانانو وغوښتل چې په ګډه د خپل هیواد لپاره کار وکړي، تېر راتلونکو مورخانو ته پرېږدي او د اوس له هرې شېبې څخه د افغانستان د ابادۍ لپاره په کار ولګوي.
منتخب ولسمشر وویل: “سیاسي مسایل سیاسي حل لاره غواړي، په ټوپک، په تورې نه حل کېږي. د افغانستان ثبات تر ټولو مهمه مسله ده”.
ده خلکو ته وعده ورکړه چې په هرو شپږو میاشتو کې به د افغانستان ستر ملت ته د اساسي قانون د تطبیق راپور ورکوي.
اشرف غني احمدزي وویل چې د ملي یووالي حکومت، د عبدالله عبدالله په ګډون، به هر افغان ته مسول وي.
احمدزي دغه راز وویل:«په ځلونو مې ویلي و چې زموږ د نن ورځې سیالان به زموږ د سبا ورځې همکاران وي او موږ به دا هڅه ونه کړو چې څوک حذف کړو.»
ده تاکید وکړ چې د ملي یووالي حکومت د ټولو افغانانو حکومت دی او د پر له پسې بدلون لپاره به د پراخو اصلاحاتو واحد هدف تعقیب کړي.
ده یادونه وکړه چې پراخ اصلاحات د ښاغلي عبدالله شعار و او دوامدار بدلون د ده شعار و چې دا ده اوس په ګډ شعار بدل شوی دی.
منتخب ولسمشر وویل چې د ملي وحدت حکومت د قدرت د وېش پر اساس نه بلکې د دندو او مسوولیتونو د وېش پر اساس رامنځته کېږي او معیار یې اساسي قانون دی.
په فارسي كى يؤ متل دي( سال كه نيكو است إز بهارش پيداست) تشكر ستاسو له معلوماتو نه غني صاحب
Very good words, hope to see it in action.
مونږ به د بریالیتوب دعا درته کوو الله ج د ټول افغانان ستاسو د مدبرشخصیت تر سیوری لاندی سره راټول کړی چی ټول په ګډه د واحد او سرلوړی افغانستان لپاره کارسره وکړو. که تاویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم . نه به ته یی نه به زه یم او که تا ویل چی ته یی او ما ویل چی ته یی هم به زه یم هم به ته یی