د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې څخه لیدنه وکړه.
د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود نن مازدیګر د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې څخه لیدنه وکړه.
ددغې لیدنې په ترڅ کې احمد ضیاء مسعود او ورسره هیئت د کرکټ بورډ ادارې او د کرکټ نړیوال لوبغالي له مختلفو څنډو لیدنه وکړه چې ورپسې د کرکټ بورډ د غونډو په خونه کې د میلمنو لپاره ځانګړې غونډه په پام کې نیول شوې وه.
په پیل کې د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیاء مسعود او ورسره هیئت ته هرکلی ووایاست. مسعود د کرکټ بورډ له ادارې څخه د احمدضیاء مسعود لیدنه د لوبغاړو او ددغې ادارې کارکونکو هڅونه وبلله او له نوموړي څخه یې وغوښتل چې همیشه د کرکټ بورډ اداره په خپلو همکاریو ونازوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد راغلو میلمنو ته د کرکټ بورډ ادارې هراړخیز انځور د یوه لنډ پریزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړ. نوموړي له پیل څخه تر ننه د کرکټ بورډ ټولو لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل او ویې وییل چې، موږ تل د بریا په لور ډاډمن ګامونه پورته کړي دي او په پوره جرئت به د راتلونکې لپاره له لاسته راوړنو ډک مزل ولرو.
په پای کې احمد ضیاء مسعود خپله لنډه وینا واوروله. نوموړي ووییل، زه ډیر خوشحاله یم چې نن د ویاړ راوړونکو ترمنځ ناست یم. ضیاء مسعود زیاته کړه چې، هره اداره یوه پیاوړي پلان ته اړتیا لري. د هیواد په کچه هرې سپورتې ادارې ته په کار دي چې د کرکټ بورډ ادارې په څیر له غوره کړنلارو څخه کار واخلي تر څو خپلو موخو ته ورسیږي.