تاند- د پاکستان مشهور ژورنالیست او شنونکی احمد رشید وايي، تر څو چې د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو فشار رانه وړي، د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو د هڅولو هلې ځلې نتیجه نه ورکوي.
احمد رشید د جمعې په ورځ په کراچۍ کې د پاکستان د نړیوالو چارو انستیتیوت ته د (پاکستان افغانستان: د ثبات لپاره پر له پسې هڅه) په نوم کنفرانس ته په وینا کې وویل:«که د ترغیب او ځپلو پالیسي نه وي، بریالي به نه شئ.»
ده وویل چې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره باید د طالبانو مشرانو ته، چې ویل کېږي په پاکستان کې دي، مرستې بندې شي او له هغوی څخه وغوښتل شي چې له پاکستانه ووځي.
رشید وویل، دا سمه نه ده چې «موږ پاکستاني طالبان ځپو، خو افغان طالبان مو په خپله خاوره کې مېلمانه کړي دي، حال دا ده چې د پاکستان دښمنان یعني پاکستاني طالبان د افغانستان په هغو سیمو کې اوسي چې د افغان طالبانو په کنټرول کې دي او د کابل حکومت هلته کنټرول نه لري. خو پاکستان په خپله خاوره کې (چې د حکومت تر کنټرول لاندې ده) افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکوي، پکار ده چې دا دوه مخې تګلاره پای ته ورسول شي.»
احمد رشید وویل چې اوس د سیمې هیوادونه، لکه هند، ایران، روسیه او د منځنۍ اسیا هیوادونه په افغانستان کې د بېلابېلو طالبانو ملاتړ کوي.«کله چې تاسي له هغوی څخه د نیابتې جګړې کار اخلئ، ګاونډیان یې هم اخیستی شي.»
ده وویل چې لومړنۍ تېروتنه په ۱۹۹۱ – ۱۹۹۲ کې وشوه چې پاکستان نیابتي جګړه کشمیر ته یووړه. دوهمه لویه تېروتنه په ۲۰۰۳ م کال پروېز مشرف وکړه چې طالبان یې بېرته احیا او فعال کړل. د مشرف دې کار د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ پاکستاني طالبان پیاوړي کړل. دوی د پاکستان د دولت د پرزولو غوښتنه پیل کړه.
ښاغلي رشید د افغانستان د سولې د اوسنۍ پروسې او د طالبانو له لوري له خبرو د انکار په اړه وویل:«افغان طالبان چې څه وايي، هماغسي کوي.»
” رشید وویل، دا سمه نه ده چې «موږ پاکستاني طالبان ځپو، خو افغان طالبان مو په خپله خاوره کې مېلمانه کړي دي ”
Pakistan double standard Policy of carrott and sticks relating to Afghan and Pakistani Taliban groups are designed for the following outcome:
1. Pakistani Taliban are targeted due in part for their nationalistic view for the cause of Pashtun sovereignty in Pakistan.
2. Top Echelon of Afghan Taliban are treated as guests in Pakistan to be utilized as Pakistan’s foreign policy tool destabilizing Afghanistan.