تاند- مشهور پاکستاني ژورنالیست او د طالبانو په اړه د کتاب لیکوال احمد رشید وايي، له افغانستانه لوېدیځ پوځیان په داسي وخت کې وځي چې افغانستان نړیوالو ځواکونو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري.

احمد رشید د روسیې ریانوویستي خبري اژانس ته د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل:«له افغانستانه لوېدیځ پوځیان تر ټولو په خراب وخت کې وځي، په داسي وخت کې چې طالبانو د افغانستان په جنوب کې د بایللو سیمو د بېرته لاندې کولو لپاره پراخې حملې پیل کړي دي.»

احمد رشید وویل چې د افغانستان نوی حکومت د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.

د بریتانیا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې وسله وال ځواکونه یې په هلمند کې له خپلې وروستۍ اډې (باسټین کمپه) ووتل.

د روسیې د ریانووستي خبري اژانس د راپور پر اساس امریکايي او بریتانیايي پوځیان له هلمنده، چې په افغانستان کې د جګړې تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېږي، په داسي حال کې ووتل چې د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخامخ دی او ګڼ ماهران وايي چې د پیسو د کموالي تر څنګ د افغانستان ګڼو ګاونډیانو د دغه هیواد په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې کومه موافقه نه ده کړې.

د افغانستان نوي حکومت له امریکا او ماټو سره امنیتي موافقې لاسیلک کړي چې پر اساس یط شاوخوا ۱۰ تر ۱۴ زلره بهرني پوځیان په افغانستان کې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې کېږي.

ټاکل شوې چې د امریکا په شمول د ناټو ټول جنګي ځواکونه په راتلونکو دوو میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *