تاند- د سیاسي چارو شناند او په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د حکومت منتقد احمد سعیدي وايي چې له هیواده وتلو ته اړ شوی دی.
احمد سعیدي نن /یکشنبه/ په خواله رسنۍ کې لیکلي، مجبوره شو چې د خپل هیواد له غرونو سره زړه نا زړه خدای پاماني وکړي او که یې چا پوښتنه کوله ورته ودې وايي چې بېرته راځي.
سعیدي همداراز لیکلي، له افغانستانه په الوتکه کې د وتلو په مهال یې له سترګو اوښکې بهېدې او د دې لپاره ځي چې د خپل ټاټوبي د خونړیو ټپونو په رغېدو فکر وکړي.
ده نه دي ویلي چې کوم هیواد ته تللی دی. ده دا هم نه دي ویلي چې کوم مجبوریت د دې سبب شو چې له هیواده ووځي.
احمد سعیدي، چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته په پېښور کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې دیپلومات و، د بهرنیو چارو له وزارته له وتلو وروسته د حامد کرزي د حکومت سخت منتقد و.
سعیدي په خپلو مرکو کې پاکستان د افغانستان د ټولو مصیبتونو عامل باله.
د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د عبدالله عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ خو د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته ده ته په حکومت کې ځای ورنه کړای شو.

ښاغلي سعیدي د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو څو میاشتې وروسته انتقادونه پیل کړل تر دې چې د تېر (۱۳۹۴) کال د دلوې په څلورمه په کابل کې پرې وسله وال برید وشو او سخت ټپي شو.
د ده په اړه هم هغه د دری ژبي فولکلوریک متل ډیرپځای بریښی کوم چی وایی :تا که می چله بچلان، وقتیکه نچلید بدوان! دپورته ذکر شوی متل بنسټیز نکل همداسی دۍ چی وایی یووخت یو دوپه سړی په یوه کلي کی ځان ملا معرفی کړۍ وو،د ژمی په مهال د کلی خلکو خپل اولادونه د زده کړی پخاطر جومات ته ورلیږل چی ملا څه ور وښيي! خو ملا به تل همدا یو ټکۍ ورته ویلو: تا که می چله بچلان، د ژمی موسم پای ته ورسیدو کلیوال پوه شول چی ملا یی اولادونو ته یوازی همدا یوه جمله ورښوودلي،نو یی د ملا څخه دعلت پوښتنه وکړه.پځواب کی ملا ورته وویل چی که غواړۍ ددی له پند او عبرت ډکي جملی له اصل خبرشۍ نو ماته دلته یو آس خورجین او د سړی سریوڅه روپۍ را ټولی کړۍ چی زه یی دلته پهمدی میدان کی په تجربه دروښييم، ساده زړیوکلیوالو همداسی وکړل.لدی پورته فرمایشاتو تر لاسه کولو وروسته دوپه سړۍ په آس سپور شو خورجین یی هم تینګه کړه او آس یی قمچینه کړ اود کلی څخه د تیښتی په مهال یی دغه وروستۍ جمله په زوره وویله : وقتیکه نچلید بدوان
ددې په حاطر خوست بابا ږاړه ته زور ورکړې دې ځکه دا حالت نشې زعملې چه ېو سېعدې صاحب مو درلودو هغه هم ددې شرېن وطن پرېښودو ته اړ شو
البته ښاغلی احمد سعیدي به ډیر مجبوره شوی وی چه وطن یی پریښود. که نه دده عمر دا تقاضآ نه کوی چه بهر ته مهاجر شی، ځکه په دغه عمر کی په بهرنی هیوادونو کی مهاجرت ډیر سخت او دکړاونو او ذهنی تکلیفونو سره مخامخ ژوند دی.
الله ج دیی ځمونږ وطن ته ډیر ژر آمن راولی
ښکاره معلومه ده چي د چا دلاسه ولاړ د توری ارتجاع له لاسه چی کابل یی وران او کفر یی برپا کړ
چرک کم مرداری یی کمه
ښه شو چی لاړ هسی متعصب انسان ؤ
د انتخاباتو په ورځو کې یې د ډاکتر صاحب عبدالله د کیمپ په ګټه ډیره بې ځایه خوله خوځوله خو د ملي وحدت د حکومت تر جوړیدو وروسته چا په خروار لیټۍ کې حساب نه کړو ، تیر کال یې د خودساز تروریستي حملې یو لنډ فیدیو کلیپ هم نندارې ته وړاندې کړ خو بیاهم ورته چا توجه ونه کړه نو اوس به بل کوم قیدیو کلیپ جوړوي . په حقیقت کې هغه کسان چې د ټول افغانستان ندي او د یوه وړوکي ټولګي په نفع نورو ته سپکاوی کوي باید په ګډ حکومت کې ځای وه نه لري .
زوی یی په سریلانکا کي په افغان سفارت کي پرته د ډیپلوماتیکو تجربو د مستشار په توګه ورته مقرر کړو خو تاند لیکلی چي نوموړی ته په حکومت کي ځای ور نه کړل شو