تاند- احمد ضیا مسعود، چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال کاندید و، نن د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټیم سره یوځای شو.

یوې باوري سرچینې تاند ته وویل، احمد ضیا مسعود او ګڼو پلویانو یې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی دی.

ښاغلی مسعود، چې د ولسمشر کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې لومړی مرستیال و، په داسي حال کې له اشرف غني احمدزي سره ملاتړ اعلانوي چې نن تر دې مخکې د ولسمشرۍ کاندید داوود سلطانزوۍ او د ولسمشرۍ د یوه بل کاندید جنرال عبدالرحیم وردک لومړي مرستیال سید حسین انوري د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ.

سید حسین انوري د افغان شیعه ګانو یو مشر دی چې د جهاد په کلونو کې د آیت الله محسني د حرت اسلامي مطرح قومندان و.

له دې جلا د ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح نن په فېسبوک کې لیکلي چې د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د عبدالله عبداله ملاتړ کوي.

6 thoughts on “احمد ضیا مسعود او سید حسین انوري د اشرف غني د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ”
  1. دا خو ډیر ښه کار وشو چې دا د چنګا زوی امرالله صالح هم د خپل ډلي سره یو ځاې شو. خکه چی دا ډیر منافق سری دی. دده رايي خیر له هغه هم داکتر عبدالله ته تللې. دی لکه هغه مرداره چرګه کرکر د اشرق غني سره کاوه او هلګۍ یی د عبدالله په ځای کې اچوله په دری ژبه کې یو متل دی وایی مرغ کم ګویش کم.

  2. ضیا مسعود غواړی که عبد الله وګګګګګګګګګټله خو خفل کس یی ده او که اشرف غنننننننننننی وګټله نو بیا به دا عوه کوی چی موږ خو داشرف غنننننننی ملاتړ کړی موږ ته با ید له ټولو شه حق راکړل شی او فسسسسسسسساد اداری ته به کش ولګوی او داسی به یی نام بد کړی لکه دکرزی حکومت

  3. ضیا مسعود غواړی که عبد الله وګګګګګګګګګټله خو خفل کس یی ده او که اشرف غنننننننننننی وګټله نو بیا به دا دعوه کوی چی موږ خو داشرف غنننننننی ملاتړ کړی موږ ته با ید له ټولو شه حق راکړل شی او فسسسسسسسساد اداری ته به کش ولګوی او داسی به یی نام بد کړی لکه دکرزی حکومت

  4. هغه څوک چې په زړه کې د زرې په اندازه هم د وطن سره درد ولري هغه به انشاءالله د اشرف غني په طرف ولاړ وي

  5. د دوارو خخه مننه.دايو شه ابتكاردي به واقيعتونو بوه شو ي ا وسالم تصميم مو نيولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *