د نړۍ د انسانانو فکر زموږ د ټولنې د انسانانو له فکره ډیر وړاندې تللی دی. د نننۍ نړۍ ډیری انسانانو فکرونه صرف او صرف لا پرمختګونو پر لور سوق شوي دي. د پرمختللي نړۍ انسانان د ژوند په ټولو برخو(اقتصادي، سیاسي، ساینسي او نورو) کې خپل فکر یوازي پرمختګونو ته ځانګړی کړی او هڅه کوي چې څنګه د ټولنې او نورو انسانانو لپاره نوي د ژوند امکانات رامنځ ته کړي.
دوی ژوند د اختراعګانو، ابتکاراتو او ټکنالوژۍ پر بنیاد پر مخ وړي. هره ورځ او هره شېبه لټون کوي، تخقیقات او څېړنې کوي ترڅو د انسانانو شته ستونزو او اړتیاوو ته د حل لارې په نوي طریقو او خوندونو سره پيدا کړي. په دوی کې بریالي او توریالي انسانان هغه دي چې د نورو د پرمختګ او هوسه ژوند لپاره نوي او ګټورې نظریې ایجاد او یا یې پلي کړي. د پرمختللي نړۍ انسانان او روښانفکران په ژوند کې د برلاسي کیدو او په ژوند کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره نوښتونه او ابتکارات سخت ضروري ګڼي.
نو ګرانه هېوادواله! خدای ج انسان ته ډیر پياوړي دماغ ورکړي دي. له دغو دماغو څخه د ګټې اخیستنې لپاره کار وکړه. د نړۍ نورو انسانانو مثتبو کړنو او طریقو ته په کتو سره خپلې ټولنې ته خوشحالۍ، پرمختګ په خاطر د نوي فکرونو په لټه کې واوسه. خپل منځ کې محبت، اتفاق او خپلو ارزښتونو ته په هوښیارۍ سره وده ورکړه.
موږ ولې لا هم د زاړو فکرونو لمن نه پریږدو؟ نوي فکرونه او ابتکارات ولي نه منو؟ ځکه چې موږ له د نویو فکرونو کولو ثمره نه ده خواړلي. نور نو لازمه ده، چې د سولې لارې تعقیب کړو. جنګ بند کړو. انسان وژنه بند کړو. د یو بل ارزښتونه، غوښتنې، حقوق او نظرونه درک او درناوی یې وکړو. د ګرانو هېوادوالو ګټور مشترک نظریات باید راجمع کړو او د باکیفته ژوند په توګه یې پلي کړي کني هر څومره چې د ژوند په تیارو کې ځانونه ورک کوو همدومره به کړیږو او ځوریږو. بل هېڅوک موږ د وروسته پاتې ژوند څخه نشي رایستئ ترڅو چې په خپله د پرمختګ لارې تعقیب نه کړو.