اختر خو راغی  روژه لاړه  ـــ   ليلا بۀ څوک په سرو منګلو ښکاروينه

اختر خو بې نکریزو  راغی ــــ  زه به مې سرې شونډې تر یاره پورې وړمه

اختر په ورځ دې لاس سره نکړهــــ یار دې رانغی که نکریزې ګرانې دینه

اختره ژر ژر را رسیږه  ــــ  زما ديار وعده اختر دی رابه شينه

اختر نژدې دی ياره راشه ـــــ د دروازې پر ځای به غیږ درخلاصومه

که په اختر کې ته رانغلې   ــــــ  زه په سرو لاسو د چا غیږې ته ځمه

په اختر تا ته سینګار ښایي ـــــ  چې دې اشنا کلونه پس درته راځینه

یار مې اختر کې مسافر دی ــــــــــــ   زه  په نکریزو دیوالونه رنګومه

ته د اختر په سهار راشه ــــــــــــــ  په سرو لاسو به سلامی ولاړه یمه

په اختر ډیر مه راته ګوره ــــــــ مور می میره ده په ما کلی خبروینه

اختر د کومې کوڅې راغی ـــــــ ور سره نسته په نکریزو سره لاسونه

ستا د اختر مبارکۍ ته ــــــ زه به په تور پیکي کي سره ګلونه ږدمه

لاس می ایله که خوله می واخله  ـــــ  لاس می میرې او شونډي ما سری کړي دینه

کاشکي نکریزي د اختر شم ــــــــ  چي هره پیغله مي پر لاس تر شونډو وړینه

اختر ملنګ کچکول یی راوړ ـــــــ له ما نه غواړي د نکریزو خیراتونه

اختره څومره بختور یی ـــــــ  چی چټی پیغلی هرکلی لره درځینه

نکریزې لږ غوندی لمدې کړه ــــــ زه می پر لپو د لالي نوم رسمومه

رنګ د نکریزو جنتی دی ــــــ په سرو لاسونو تور اوربل شانه کومه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *