خپلو ټولو خوږو ملګرو، دوستانو، پتمنو هیوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانو وروڼو ته دنیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له امله، د زړه له تله دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم.
اختر مو مبارک سه!

لوي او متعال رب جل جلاله دې د ټولو روزې او ټول عبادات پخپل عظیم دربارکې قبول او بیا بیا دې په خیر او عافیت سره، خپله د برکت او فیوضاتو میاشت؛ مبارکه روزه پر مونږ او تاسو ټولو باندې، په امن، سوله، امنیت او سوکالي کې را غبرکه او په ښه توګه دهغې د نیولو توفیق دې را په برخه کړي.

ګرانو وروڼو!

سبا دمسلمانانو هغه نیکمرغه اختر دی چې څه باندې څورلس سوه کاله دنړۍ میلیاردونو مسلمانانو ښائې تر مونږ او تاسې په ښه او مرفه ډول لمانځلی، تر مونږ به ئې ښه، خوشحال او له سوکالیو ډک ژوند درلودلی وي، مګر نن هغوئ نشته او څه فکر کوئ! ددغو متواترو پیړیو په بهیرکې به، څه هسک اورمیږونه او له خیاله ړنګ بنګ سرونه د تورو خاورو میلمانه شوي وي؟

داځکه چې ژوند همدومره بې وفا او له مرګه هیڅوک هم خلاصون نشي موندلی، آن تر دې چې که یو څوک ډیر اوږد عمر ژوند وکړي، د ډیر ضعف او بې چارګۍ له کبله نه یواځې د هغه خپلوان ترینه تنګ وي، بلکې هغه پخپله هم له ژونده تنګ او مرګ د ځان لپاره ښه پرده بولي او کله چې یو څوک د مرګې څکه وکړي، بیا دهغه ټول احباب او آن د ژوند تر ټولو خوږ او نژدې ملګری، نه یواځې هغه په کار نلري، بلکې ترینه بیریږي او چې د فیل زړه ورکړې یواځې یوه شپه دهغه له مړه وجود سره نشي تیرولی، دا وخت یواځې هغه او خپل عمل سره پاتې او نیکمرغه دی هغه څوک چې ددغه وخت لپاره دنیکیو کومه زخیره ورسره ولري.

له دې کبله، وروڼو!

2د ژوند پدې څو ورځې تازګي، مباهات او بې مانا متاع مه مغروره کیږئ، آسمان ته مه ګورئ، تر ځان په لوړوکې نظر مه ښخوئ، تر ځان ټیټو ته وګورئ.

پخپل ګاونډ کې د وږو، تږو، لوڅو، پښې یبلو، یتیمانو، کونډو، بې وزلو او بې اسرې خلکو اسویلي واورئ، په تش دسترخوان، وږو کولمو، شلیدلو کریوانونو او اوښکلنو سترګو ئې ځانونه خبر کړئ، له خپل وس او توان سره سم مرسته ورسره وکړئ، لاسنیوی ئې وکړئ، پر سرونو ئې لاس را کاږئ او ددې احساس ورکړئ چې خیر دی که د ژوند پدې کړکیچن او بې وفا چاپیریال کې بده ورځ ورباندې راغلې، خو په څنګ کې ئې ریښتوني، غیرتي او مسلمان وروڼه شته.

د غمجنو، ویرجنو او د ماتم پر ټغر ناستو ګاونډیانو، دوستانو، هیوادوالو، مسلمانانو او دپه غمونوکې ښکیل انسانیت په حال ځانونه خبر کړئ، زړه سوی ورسره وکړئ، حوصلې ئې اوچتې کړئ، خلکو ته ګټه ورسوئ چې په غوره انسانانوکې شمار او دځمکې پر مخلوق رحم وکړئ، تر څو د آسمانونو د څښتن د رحم او مهربانۍ وړ وګرځئ.

او بالاخره، د خدای تعالی په اقدس حضورکې لاسونه لپه او من من اوښکې ورته توي کړئ، چې له کلي، چم ګاونډ، هیواد او ټولې اسلامي نړۍ څخه، دغه د ویر، مرګونو، کوکو او ژړاؤ تورې او پرله پسې اوریځې د تل لپاره ټولې، مسلمانانو ته د اصلي او ریښتوني اسلامیت مانا، وجد او اتباع ورپه برخه او انسانانو ته د ریښتوني او واقعي انسانیت لارې ور وښئ.

همدا د روژو او اخترونه اصلي فلسفه ده او ترڅو چې له دغه ډول چانسونو څخه، ددغه ډول اړینو انساني او اسلامي ارزښتونو دتحقق لپاره ګټه وانخیستلی شو، همدا به مو حال او په همدغه ډول ابتر، کرکجن او کړکیجن وضعیت کې به، خدای مکړه، د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې ښکیل یو.

حدیث شریف دی چې: مسلمانان د یوه بدن پشان دي. تاسې وګورئ! نن په اسلامي نړۍ کې څه روان دي؟

کومه ورځ زمونږ په ګران هیوادکې، داسې شپه راغلې چې بدمرغې، منحوسې او کورګډې جګړې به، په یوه او بل نوم ددې هیواد اولاد، تنکي ځوانان، ښځې او ماشومان د تورو خاورو تل ته نه وې روان کړي؟

په سوریه کې څه تیریږي، د یمن، لیبیا او عراق د مسلمانانو به څه اختر وي؟

ایا د عراق هغه نقشه مو کتلې، دکومې پرمخ چې د موټر بمې بریدونو، له سرو ټکو پرته، له سره شئ نه ښکاري؟
او بالاخره دادی خبره دیته را ورسیده چې د امن، سولې او انسانیت د ستر سالار؛ سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم د منور او مقدس قبر په درې سوه متري کې هم، جګړه خپلې منحوسې سترګې راښکاره کوي.

نو ایا دغه جګړه او دغه ډول بریدونه، د اسلام او مسلمانانو لپاره دي؟

هغوئ ته ژوند وربښي، کورونه یې ابادوي او که ئې یواځې له مسلمانانو څخه هرڅه اخیستي، کورونه او وطنونه یې ور کنډوالې، ټول یې په ناورین اخته او د غم پر ټغر کښینولي؟

هغه به کوم او څنګه مسلمان وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه کور باندې د برید طرحه او پلان جوړوي، کوم چې الله تعالی د امن کور ګڼلي او څوک چې هلته پناه ور وړي، هغه ته امن وربښي؟

پر دې بنسټ په ټینکه دا ویلی شو، چې په هیواد او اسلامي نړۍ کې روانې شخړې، کور ګډې جګړې او تاوتریخوالی، په هیڅ عنوان د اسلام او مسلمانانو په ګټه ندی، د نورو لخوا طرحه شوې او دهغوئ په ګټه دي، مسلمانان پکې هسې د سون مواد او په هر نامه سوځولو ته ئې نور د خوښۍ چکچکې کوي.

له دې کبله دا دهر مسلمان دنده ده چې د ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو ترمنځ، د سولې او ملي پخلاینې لپاره له خپل توان او امکاناتو سره سم، په زړه، خوله او لاس هلې ځلې وکړي، پر ښکیلو اړخونو باندې سولې ته د غاړې ایښودلو په موخه، مناسب فشار وارد او هغه کسان چې په هر نوم او هر اړخ کې د مسلمانانو او په خاصه توګه د افغانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ د ټینګښت، پټ یا ښکاره مخالفت کوي، هغوئ د اسلام، مسلمانانو او افغانانو د اصلي دښمنانو، د هغوئ د بدبختۍ او د جګړې د اصلي عاملینو په توګه، ورټي او د الله تعالی له درباره په هغسې حالت د ګرفتاریدلو دعاء ورته وکړي، څرنګه چې ئې هغه د نورو د اولادونو لپاره غواړي.

دعا وکړئ چې الله تعالی جل جلاله پخپل فضل او مرحمت ددغې سپیڅلې او له رحمتونو ډکې میاشتې په برکت زمونږ په ګران او سرلوړي هیواد اوټوله اسلامي نړۍ کې، د سرارې سولې، امنیت، سوکالۍ او د واقعي اسلامیت په استقرار سره، جګړه، بدمرغي او د باروتو بوی د تل لپاره رانه ورک کړي، تر څو د امن او هوساینې ساه واخلو او په ریښتونې مانا اخترونه ولرو.

امین یا رب العالمین.
چې بیا نه توره پورته او نه سر په وینو رنګ شي.
باداره دغه جنګ دې د وطن وروستنی جنګ شي.

په ټوله اسلامي، انساني او افغاني مینه مو یوځل بیا اختر مبارک او خدای تعالی مو له غمونو وساته. والسلام.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *