اختر د خوښۍ ورځ ده، او دا خوښي داسې نه ده چې د کلي، سیمې، هېواد او یا یوه کلتور په کچ وي، بلکې دا خوښۍ د یوې دیني او مذهبي لارې خوښي ده، دا خوښي چې نور څنګه نمانځې پر هغوئ بحث نه لرم، دا چې موږ یې دلته او په تېره بیا په کابل او ښارونو کې نمانځو، دا نمانځنه ډېره ستړي او بې‌خونده ده. ددې یوه وجه کېدای شي دا وي:

ــ د تکنالوژي په عصر کې، چې هرڅه یې راته اسانه کړي، هره ورځ لیدلی ـ کتلی شو د هغه عصر د نمانځنې تکرار ته مو ادامه ورکړي، چې هلته دا لیده ـ کاته به، په کال کې یوه ورځ کېده. هغه وخت کې وسایل نه و، پینځه کېلومتره لرې کليو او کورونو ته به خلک په پینځه میاشتې کې نه تلل؛ نو د اختر ورځ به د احوال پرسۍ یوه بهانه وه. پر دې ورځ به دا هم لویه خوښي وه، چې د ماما کور ته به لاړو، یو کال وروسته به مو د ماما لاسونه ښکل کړل، یو کال وروسته به مو د انا غږ واورېد، چې راته ویل به یې “صدقه دې سم” یو کال وروسته به دي له توړۍ ددې بشپړ کال حال و احوال واخیست. په دې کلیو او کورونو کې راغلي تغییرات به مو له نږدې ولیده، د مړي او ژوندي کیسې به مو سره وکړي؛ خو اوس داسې نه ده، هره لحظه له هره تغییره خبرېږو. د مړي او ژوندي پرس و پال په هماغه شېبه کوو، یو له بله دومره خبر یو، چې کیسو بیانولو او کولو ته یې لا اړتیا نه پښېږي، حتی مانه خو چې څوک ځینې وخت پوښتنه وکړي، چې څه کیسې دي. زه ورته وایم، پر هغو چې زه خبر یم، پر هغو ته هم خبر یې. لیده ـ کاته مو هم دومره ډېر شوي، چې کال نه، میاشت، میاشت نه، اوونۍ او اونۍ نه؛ بلکې هره ورځ دوستان، ملګري وینو. نو پر اختر کې چې اوس کوم کاته ـ لیده کېږي، د یوه مشر له درناو او د یوه کشر له بازپرس نه ور هاخوا بل څه خواږه راته نه لري.

ــ بله وجه یې داده چې هغه وخت کې محرومیت زیات و، هغه ډېر لوی نعمت چې ملایانو به نعمت العظمی ګڼله او کلیوالو به ورته له نازه د جنت خټه ویله، هغه “حلوا” وه، د سهار په چایو به د غوا یو ګېلاس شیدې، یو قاب حلوا او هغه ډېر چې به جهان دیده و، نو یو قاب کلچې به یې هم، ورسره جومات ته راوړې، دا حلوا به په کلي کې درې وخته پخېده، یو چې مړی به وشو، نو واړه او زاړه به د مړي ماښام ته خبر و ـ زموږ یو ماشوم کلیوال له جنازې سره هدېرې ته روان و، نو په اړخ را واوښت، چې اوس توت بیګا ته حلوې ــ مانا اوس به هدیره کې راته توت را کړي او ماښام به حلوې وخورو. د جنت دا خټه به، بل هغه ډېر نازدانه مېلمه ته پخېده او درېیم د اختر په ورځ، نو اختر به د خوړو له پلوه هم خلکو ته د خوښۍ وړ و، غریبو کلیوالو به کال وروسته د غوښې بوۍ استشمام کړ، ملایانو ته به کال وروسته حلوا ورسېده او ماشومان به یو کال وروسته خراب شوي توت وخواړه؛ خو ښارونو کې داسې نه ده، که هره ورځ نه وي، اونۍ / میاشت کې غوښه رسېږي، د مېوو خوند بیخې تکراري شو او خواړه هم لکه د موسی ع د قوم “من و سلوا_ په څېر دي، هغوئ “من و سلوا” دومره وخوړه، چې اخېر کې یې خدای ج ته زارۍ شروع کړي، چې د “من و سلوا” په ځای راته سبزي راکړه، دلته هم همدا پېښه ده، د چا کلسټرول لوړ دي، د چا شکر دی، د چا د معدې تیزاب دي او… بس چې سپک خواړه وي، دی ورسره خوشاله وي.

ــ درېیمه وجه یې داده، چې کلیوال به له معلومو لوبو او مېلو سره بلد و، هغه ډېره لویه عیاشي به یې ډوهل او هغه ډېر خوښ ساتیری به یې نیزه بازي / بزکشي وه، د خوښۍ دا پروګرامونه به هم ډېر محدود و، څومره چې یو شی محدود او کم‌یافته وي، هغومره د خلکو پام ور اوړي، د اختر ورځو ته به خلک په همدې هم خوښ و؛ خو اوس د اختر په ورځ د خوښۍ دا برخه هم زیانمنه شوې، نه ډوهل هغسې ډنګ لري او نه خلک هغومره مستي ورته کړي. څه چې اوس پکار دي، هغه د اختر د ورځې د خوښۍ د نمانځنې د زوړ تقلید پرېښوول او هغه څه را خپلول چې حد اقل د اختر همدا درې ورځې خوښۍ مو  کاري او اداري ستړیا وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *