ډېر کلونه کېږي چې په خپل هېواد او سيمه کې د بمبار، ټوپک، ډز، چاودنې، تښتونې، ترور، وحشت، ظلم او زور پرته نور خبرونه، ليکنې، راپورنه او تبصرې لږې اورو. زموږ په ډله ييزو رسنيو کې۸۰ سلنه ليکنې او خبرونه د ظلم زور او وحشت نه ډک وي. کلونه کېږي موږ خپلې خوښۍ او خپلې د خوښيو ورځې (اخترونه) د خوشالۍ په چاپېريال کې نه دي تېرې کړې. په هر اختر او هره د خوشالۍ ورځ کې يا تر ورځې مخکې غم لمانځو او يا هم د راتلونکي غم په اړه فکر کوو چې څه به راپېښېږي. موږ تل له بدو پېښو سره مخ يو، ښې پېښې نه وينو او يا يې هم ډېرې لږې وينو. زموږ اخترونه او د خوشالۍ ورځې هم وژل کېږي. وژل يوازې د له منځه وړلو او مړ کولو په معنی نه دي، بلکې دې ته هم وژل ويلای شو چې له يو چا نه خوشالي، خپلواکي او آزاد ژوند واخلو. زموږ اخترونه هم همداسې دي، سره ددې چې اخترونه سپېڅلې، مقدسې او د خوشالۍ ورځې دي، مسلمانان دا ورځې له یو بل سره د مینې محبت او ورورولۍ د ټینګولو او تازه کولو لپاره لمانځي. خو زموږ اخترونه ددې په خلاف دي، ځکه چې په خوشالۍ سره نه تېرېږي. اختر خو هغه اختر وي چې مسلمانان خوشالي پکې وکړي. کله چې مسلمانان د وير په ټغر ناست وي نو هغې ته به څه ډول اختر ووايو او همدارنګه کله چې د اختر په ورځ هم مسلمانان يو بل ته د وژلو هوډ کوي او يا هم له کوم بل لوري له وژلو وېرېږي، کله چې مسلمانان د اختر په ورځ هم د وژلو له وېرې خپل د خوشالۍ مراسم په ښه توګه نشي ترسره کولای. زه وايم اختر هغه دی چې مسلمانان په پوره آرامۍ، خوښۍ او سوکالۍ سره خپله خوښي ولمانځي.

اوس هم داسې وخت دی چې د کوچني اختر لپاره تياري نيول کېږي، بازارونه له خلکو ډک دي. د کلچو، وچو او تازه مېوو په دکانونو ځای نه کېږي په بازارونو کې تر پخوا څو چنده ګڼه ګوڼه ډېره شوې  او د خوراکي توکو او لباس بيې څو چنده لوړې شوې دي. اوس هم اختر ته د پخوا په څېر تيارۍ نيول کېږي، اوس هم په هر کور کې د وچې او تازه مېوې سترخان اوارېږي او ډله ډله خلک د اختر مبارکيو ته ځي راځي. خو دا ټولې تيارۍ او لمانځنې د خوشالۍ په توګه نه بلکې يوازې د يوه دود په توګه پاتې شوې دي. يوازې زموږ ماشومان دي چې له اختر نه اوس هم د پخوا په څېر خوند اخلي، ځکه چې دوی په نړۍ کې د پېښېدونکو ظلمونو خبر نه دي.  زموږ اخترونه اوس د پخوا په څېر په خوښيو سره نه تېرېږي، اوس وخت زموږ خلک د پخوا په څېر له يو بل سره مينه نه لري، ځکه چې خلک مو په ډلو ټپلو وېشل شوي دي، اوس اربکی، عسکر، پوليس، طالب، حزبی، بهرني يرغلګر سرتېري، غير پوځي مخالفې ډلې ټول يو له بل سره په ټکر کې دي، ډېری د يو بل وژل روا ګڼي، د يو بل د وژلو لپاره قرآني آيتونه لولي دوی يو بل ته تل په کمين کې ناست دي. که په ښکاره ووايم دوی په حقیقت کې زموږ د عامو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. کله چې دوی چاودنه، بمبار، چاپه، جګړه او په داسې نورو ويجاړوونکو چارو لاس پورې کوي تل زموږ ملکي او عام خلک وژل کېږي، بې کوره کېږي او له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي.

نن بيا هم اختر ته تيارۍ نيول کېږي، خو د مسلمانانو د دې تياريو لپاره موږ له ټولو هغو ډلو ټپلو چې وسله په لاس کې لري هيله کوو، زارۍ ورته کوو چې نور زموږ د خلکو اخترونه نه وژني، د اختر په شپو ورځو کې زموږ ملت په آرامه پرېږدي څو دغه سپېڅلې، پاکې او مقدسې ورځې په ښه توګه ولمانځي. ځکه چې پرته له دې هم زموږ ملت ډېر کړېدلی او ځورېدلی دی، کلونه کلونه يې په جګړو کې تېر کړي، د خپلې کورنۍ غړي او نژدې دوستان يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، ډېر کورونه له کونډو او يتيمانو ډک دي. دوی يو څه آرامۍ، سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته اړتيا لري. اوسنی نسل مو په همدې جګړو کې پيدا او لوی شو.

نو په پای کې موږ يو ځل بيا له ټولو وسله په لاس افغانانو او چپاول ګرو بهرنيانو هيله کوو نور زموږ ملت له ډول ډول روحي او دردوونکو ستونزو سره مخ نه کړي. اخترونه سپېڅلې او مقدسې ورځې دي نه بايد چې دغه ورځې هم په وينو ولړل شي او یوه کورنۍ د غم په ټغر کښېني.  له ټولو وسله والو ډلو هيله کوو او ټولو ته زارۍ کوو چې يو څه په خپلو خلکو زړه سوی وکړۍ او نور مو اخترونه مه راوژنۍ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *