دا کيسه په خلکو کي ډېره مشهوره ده، چي په پخوا وختونو کي يوه پېغله له خپلې انا سره په کلي کي د کور خواته روانه وه.
پخواني کلي، تراوسنيو ډېر ښه وو، هرځاى ويالې بهيدې، شنې وني به ولاړي وې او ترټولو ښه خبره لا دا، چي پرلاري به څوک په مخه درغى، د سلام اچولو سنت طريقه عملي کول.
انا او پېغله لمسۍ د دغسي شنو ونو په منځ کي په ميده ميده بانډار رواني دي، که څه هم لمسۍ په تګ کي تکړه ده، ليکن د احترام په خاطر د ځينو اوسنيو ځوانانو په ډول تر مشرانو نه مخته کيږي.
دواړي د لارې نيمايي ته لا نه وې رسېدلي، چي انا ستړې اوپر يوې درختي يې لاس ونيو کراره کښېنسته، پښې يې تر درختو لاندي يخو اوبوته ور وغزولې.
په دې وخت کي چټي پېغلي انا ته وويل، (دا عمر هم عجيبه شى دى! چي تير سي، بيا انسان ژر ستړى کيږي او له لاسه يې څه نه کيږي. )
پر انا يې د ډېر عمر خبره سمه ونه لګېده، په تريو تندي يې لمسۍ ته وکتل (( زويه ! خاوري به سپين سرې او د ډېرعمر يم، زه چي ځوانه وم لامي دا رواني اوبه او تر درختو لاندي يخه سايه خوښېده.
هر وخت به د درختو سايو ته ناسته ومه نېکه به دې پټ پټ راته کتل))
داکيسه مي تر دې پوري راپه ياد سوه، چي د اختر په ورځو کي مي غوښتل، يوه سيمه ييزه راډيو واورم، چي د اختر په اړه يې څنګه خپروني جوړي کړي دي؟
د راډيو ستن مي يوې او بلي خواته ګرځول، چي د يوې سيمه ييزي راډيو پرځانګړې اختريزي ژوندۍ خپروني پېښ سوم، په خپرونه کي دوه وياندويان پوره پنځلس دقيقې يو او بل ته د خپل عمر کم ښوولو په اړه خبري اوږدې کړې.
دوى دواړو د خپل عمر د کم ښوولو لپاره يو اوبل ته هغه دچا په اصطلاح لينګتي هم اچولې، وروسته موضوع دومره جدي سوه، چي د راډيو مسؤل هم سټوډيو ته ور ننوت او دغه محترم(!)هم د خپل عمر د کم ښوولو لپاره يوڅو ليري او نږدې مثالونه خپلو اورېدونکو ته وړاندي کړل.
په دې وخت کي ماته د سپين سري هغه خبري راياد سوي، چي پرځان يې د زوړوالي نوم نه پېرزو کېدى، په داسي حال کي، چي په تشوخبرو نه د چا عمر ډيريږ او نه کميږي.
په مخکنيو وختونو کي به دا عادت يوازي په ميرمنو کي و، ليکن اوس ځيني ځوانان هم خپل عمرونه کم ښيي، په تيره بيا دځينو سيمه ييزو راډيوګانو کارکوونکي په دې ښځينه ناروغۍ اخته دي.
ځيني ځوانان ګومان کوي، چي په دې ډول به د خپلو اورېدونکو په لړکي يوشمير نجوني خطاء باسي او له دوى سره به ديار تار وتړي.
دغه ځوانان بايد په دې پوه سي، چي اوسنۍ نجوني دونده کم عقلي نه دي، چي د داسي تش په نامه ځوانانو(!) په خبرو تيروزي او په غاړه کي يې ديارۍ لاس واچوي.
پخوا به سپين ږيرو ويل، په اخره زمانه کي به نارينه د ښځو او ښځي به د نارينه پېښې کوي، زه چي د اوسنيو يوشمير ځوانانو دغه ښځينه عادت ته ګورم، نو داسي انګيرم، چي رښتياهم اخره زمانه ده او موږ لا د فيل په غوږ کي ويده يو، ځکه هرانسان که ويښ وي، يا ويده، ولاړ وي که ناست، خاندي او که ژاړي، ليکن عمرپرتيريږي او د چا انتظار نه کوي.
که څلوېښت کلن سل ځله ووايي، چي زه اتلس کلن ځوان يم، مګر خلک يې نه ورسره مني، ځکه وخت چي تيرسي بيا نه راګرځي.
په دې اړه د پښتو ژبي صوفي شاعر حضرت رحمان بابا (رح) څه ښه ويلي دي.
دوباره دي راتله نه شته په دنيا
نن دي وار دى، که دروغ کړې که رښتيا
تېرساعت په مثال مړي دلحد دي
مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا
١١ – ١٠ – ٢٠١٤ ، کندهار ښار، شهيدانو څلور لاري