د تاريخي اوږده انتظار څخه وروسته نوو افغان مشرانو د جنورۍ په دولسمه نېټه د خپل راتلونکي حکومت کابينه اعلام کړه. د کابينې جوړښت ته په کتو سره داسي ښکاري چې دا هغه کابينه نه ده د کومې چې خلکو انتظار درلود او د کومې په باره کې چې دواړو ټیمونو د ولس سره ژمنې کړې وې.

د کارپوهانو په نظر نوې کابينه تر ډیره يوه سياسي کابينه ګنلی شو، نسبت دې ته چې يوه مسلکي او کاري کابينه وبلل شي. د ځني نوماندانو معرفي خو بيخي د حیرانتيا وړه ده. د مثال په ډول محمود صیقل چې ډير کلونه يي په خارجه وزارت کې تيرکړي دي، د دې په ځای چې د بهرنيو چارو وزارت ته پيشهناد شي، د اوبو او برېښنا وزارت ته نومول شوی دی او صلاح الدين رباني چې په بهرنيو چارو وزارت کې دومره تخصص نلري د خارجه چارو د وزير په حیث وړاندي شوی دی. په زړه پورې داده چې دواړه د عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوي دي.

د تحليل ګرانو د رپوټونو له مخې که نوې کابينه د مسلکي توب له اړخه و ارزول شي نو يوازې په سلو کې څلور وزيران له مسلکي او تجربوي اړخه د خپلو دندو لپاره مناسب بلل شوي دي.

خوپه علمي او اکاډييمک تحليل کې د نني افغانستان پيچلي امنيتي، سياسي او اقتصادي جوړښت ته په کتو سره ، له دې څخه د يوې بهترې کابینې تشکيل امکان هم نه درلود. د نامعمولو اوږدو او پیچيده ټاکنو وروسته، د ديموکراسۍ د ټولو نړيوالو اصولو خلاف، ګټونګې او بايلونکې دواړه ډلې د کورنۍ او بهرني فشار په نتيجه کې د ګډ حکومت په جوړولو مجبورې شوې. ايا د داسي متضادو ټيمونو له خورجين څخه د ېوې ايديال او ښه ترې کابينې د راوتو تمه شونتيا درلوده؟

ایا ممکنه ده چې د انتخاباتي کمپاين ځنې ډلې دې حاضرې شي کابینې ته مسلکي کسان معرفي کړي او د مسلکي کابينې موجودیت ته غاړه کيږدي؟ ښايی څوک پوښتنه وکړي چې داسي شک ولي او په کوم اساس پيداکيږي؟

ځواب روښانه دی: په مسلکي کابينه کې د ډيرو دخيلو ډلو ګټې نه خوندې کیږي.

که محقق وايی چې پنځه وزيران ورسره وعده شوې وه، نو دا پخپله له شروع څخه د کابينې د غيرمسلکي توب بوی خپروي.

محقق باید طبعا هغه وزيران معرفي کړي چې د هغه منندوی او دهغه د ډلې د ګټو خوندي کولو ته وفادار پاتي شي. دا کار مسلکی وزيران نشي کولای، ځکه چې مسلکي وزيران مسلکي دي، د خپلې دندې سره مینه لري، ټول پام يی خپل مسلک او دندو ته وي او د ډلو ټپلو تر تاثیرلاندې نه راځي. خپل کاري ټيم ته مسلکي کسان راټولوي او د ولس ګټي ورته لومړيتوب لري. د چا حمايت ته هم ضرورت نه لري. نو ايا محقق به داسي کس معرفي کړي؟ طبعا چې نه. داسي کسان د هغه د اقتدار د بقا په درد نه خوري.

په همدې ډول د دواړو ټيمونو په جوړښت کې داسې سرسخته ډلې شته چې د وزارتونو غوښتنې کوي او دا وزارتونه د ولس د ګټو لپاره نه بلکې د خپلو ګټولپاره غواړي.

د نوې کابينې د پورتنيو منفي اړخونو سره سره، او د هیواد اوسنيو عیني شرایطو ته په ژور پام، داهم باید ومنو چې په پرتله ایز ډول په نوې کابينه کې ډیر مثبت ټکي هم لیدل کيږي. نوې څېرې دي، په مستقيم ډول په جګړو کې دخيل او بربنډ مفسدين هم پکې نه ښکاري. د ښځو او ځوانانو ونډه يکې هم پکې محسوسه ده. له ژبني، سمتي اوتوکميز پلوه هم ډیره وابسته يا نا انډوله نه ده.

په ټوله کې داسې ښکاري چې نوې کابينه که څه هم لړزانده او کمزوري ښکاري، خو په عين حال کې د جنګ سالارۍ او جهاد سالارۍ څخه نوي متمدن او ديموکراتيک افغانستان په لورلمړنۍ کابينه ده.

په دې هيله چې د پارلمان څخه د کاميابۍ په صورت کې دغه نوماند وزيران خپلې دندې په پوره صداقت او وطنپالنې سره پر مخ بوځي او د کړيدلوخلکو رنځوروهیلو ته ژغورونکی ځواب ووايي.

—————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی شرط نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *