په مصر کې یوازې د جمعې په ورځ او ورپسې شپه کې زر کسه ټپیان شوي او دېرش کسه وژل شوي دي. مصري پوځ ویلي دي چې هر څوک د سوله ایزو لاریونونو حق لري خو د خشونت اجازه نشته، مګر له دې سره سره اخوانیان په قهر دي او په مصر کې ناکراري ادامه لري.
د مصر اخوان المسلمین ګوند له څو اتیا کلنې مبارزې وروسته په ایله کې تېر کال حکومت تر لاسه کړ او چې د حکومت یې کال پوره شو، رانسکور شو. دوی وایي پوځ د مرسي په منتخب او قانوني حکومت باندې کودتا کړې ده خو د دوی د نظر مخالفان وایي چې د میلیونونو خلکو پاڅون پوځ مجبور کړ چې مرسي له چوکۍ لرې کړي.
اخوان المسلمین ګوند په ۱۹۲۸ کال کې د حسن البنا په لاس تاسیس شو. دغه ګوند له پیله لا له مخالفتونو سره مخ و. په ۱۹۴۸ کال کې چې د مصر صدراعظم محمود فهمي ترور شو او ورپسې په مصر کې افراطي کسانو د یهودو ترور ته مټې راونغښتې ، د اخوانیانو او حکومت روابط لا زیات کړکیچن شول. د ترورنو په دې دوران کې پخپله حسن البنا هم په ۱۹۴۹ کې ترور شو او حکومت اخوان المسلیمن ګوند غیرقانوني اعلان کړ.
کله چې په ۱۹۵۲ کال کې په مصر کې شاهي نظام ړنګ شو او جمهوریت اعلان شو، د جمهوري نظام مخکښانو لکه

جمال ناصر او نورو په لومړیو کې له اخوانیانو سره تعلقات ښه کړل خو چې څه موده تېره شوه، د جمال ناصر او اخوانیانو روابط ترخه شول او په ۱۹۵۴ کې په اخوانیانو باندې تور ولګېده چې په اسکندریه کې یې د جمال ناصر د ترور توطیه جوړه کړې وه. له دې ناکامې توطیې وروسته د جمال ناصر حکومت ګڼ اخوانیان ونیول، بندیخانو ته یې واچول او د ګوند په فعالیتونو بندیز ولګېد. یو ګڼ شمېر اخوانیانو لس کاله په بندیخانو کې تېر کړل. دوی په ۱۹۶۴ کال کې له بند څخه راخوشي شول خو کال لا نه وو تېر چې یو ځل بیا د اخوانیانو نیول پیل شول. دا ځل د اخوانیانو مشهور ایدیولوګ سید قطب په دې تورن شو چې د مصر د نظام د نسکورلو دسیسه یې کړې ده. سید قطب په همدې تور په ۱۹۶۶ کې اعدام شو.
کله چې د جمال ناصر له مړینې وروسته محمد انورالسادات ولسمشر شو، په اوله کې د ده او اخوانیانو روابط ښه وو. سادات دوی له بندیخانو راوایستل او د مصر په سیاسي ژوند کې یې د اواز اوچتولو اجازه ورکړه. خو کله چې په ۱۹۷۹ کې د سادات حکومت له اسراییل سره د سولې موافقه لاسلیک کړه، د اخوانیانو او سادات روابط خراب شول. سادات د ۱۹۸۱ په سپتمبر کې د اخوانیانو د نیولو امر وکړ او له دې پیښې یوه میاشت وروسته په سادات باندې قاتلانه حمله وشوه، سادات ووژل شو او د مصر د چارو واګې حسني مبارک ته په لاس ورغلې. د حسني مبارک د قدرت په دېرش کلن دوران کې د اخوانیانو او مبارک روابط کله ساړه او کله تاوده وو، خو په مجموع کې د اخوانیانو او حکومت روابط دومره خراب نه شول لکه د سادات او ناصر د حکومتونو په دوران کې چې وو.
کله چې مصریانو د حسني مبارک د پرځولو لپاره پاڅون وکړ، اخوان المسلمین په دې پاڅون کې فعاله ونډه واخیسته او تېر کال چې په مصر کې عمومي او ازاد انتخابات وو، تر نیمو زیاتو رایه ورکوونکو د اخوانیانو مشر مرسي ته رایه ورکړه.
د اکثرو شناندو په نظر مرسي او ملګرو ته یې پکار وو چې د مصر له تېر تاریخه یې الهام اخیستی وای او ژر تر ژره یې د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړی وای خو دوی د خپل قدرت په یو کلنه موده کې د خلکو د اواز په اورېدو کې پاتې راغلل. دوی تر ډېره حده په دې تکیه وکړه چې خلکو رایه ورکړې ده او تر پنځو کلونو پورې به یې خامخا حکومت وي مګر دې ته یې ونه کتل چې دا امکان شته چې د حسني مبارک د وخت په څېر د دوی په خلاف هم عمومي پاڅون وشي او دا ځل هم پوځ د ولسمشر نه بلکې د خلکو په خوا ودرېږي.
له احصاییو سره سم په تېر یو کال کې چې په مصر کې اخوانیانو حکومت کاوه، اقتصادي حالت تر پخوا هم بدتره شو. ګڼو مصریانو ته د ګېډې مړول خورا سخته شول، لوږه زیاته شوه ، ګرځندوی چې د مصر د خلکو د عوایدو ډېره مهمه منبع ده، خورا محدود شو او د نورو ملکونو سرمایه اچوونکو په مصر کې پانګونې ته زړه ښه نه کړ. د اقتصادي حالاتو د خرابوالي په څنګ کې خلکو په سیاسي ډګر کې هم د امېد رڼا نه لیدله. مرسي ډېر وخت په دې تېر کړ چې خپل قدرت لا ټینګ کړي او خپل ملګري په لا زیاتو پوستونو کې مقرر کړي. په ده باندې تور لګېږي چې د اقتصاد، تجارت او توریزم د غوړولو لپاره یې ماهرو او متخصصو کسانو ته د کارونو د سپارلو په ځای دې ته ترجیح ورکړه چې خپل ګوندي او ایدیولوژیک ملګري ونازوي او لوړ پوستونه ورکړي. دې حالت مصریان دې نتیجې ته ورسول چې سبا یې تر نن هم خرابه ده نو پاڅون ته یې مټې راونغښتې.
البته، په دې کې شک نشته چې په تېرو اویا کلونو کې په مصر کې یوه پیاوړې پوځي، بیروکراته او منځنۍ طبقه پیدا شوې ده چې له یوې خوا له سکیولریزم سره رابطه لري او له بلې خوا له هغو کسانو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول تړاو لري چې په تېرو شپېتو کلونو کې یې په مصر باندې حکومت کړی دی. دغه طبقه په هر حال د اخوانیانو د حکومت مخالفه وه، ځکه په تېرو شپېتو کلونو کې چې دې طبقې له حکومت سره همکاري لرله، اخوانیانو د نظام د پرځولو لپاره بندیخانې تېرولې.
اخوانیان اوس د خپل سرنوشت په ډېره حساسه مرحله کې واقع دي. که شدت او خشونت ته ادامه ورکوي، دا امکان زیات دی چې د مصر پیاوړی پوځ به یې وځبي او دوی به لا زیات تاوان وکړي. په مصر کې د پاکستان او ترکیې غوندې پوځ تر ګردو پیاوړې موسسه ده. له دې موسسې سره ډغرې وهل بې فایدې کار ښکاري. که له خشونته لاس اخلي او راتلونکو انتخاباتو ته مبارزه پیلوي، نو په غالب ګومان بل ځل دا چانس نه لري چې ډېرې رایې وګټي. تېره اونۍ چې کومو خلکو د اخوانیانو د حکومت په خلاف لاریونونه وکړل، یو ګڼ شمېر یې هغه کسان وو چې تېر کال یې ښاغلي مرسي ته رایه ورکړې وه. اکثره مصریان د اخوانیانو له پروګرامونو نهیلي شوي دي. خلکو د اسلام په نوم دوی ته رایه ورکړه خو دوی د خلکو د ژوند د ښه کولو او د خلکو د مشکلاتو د کمولو لپاره واضح پروګرام نه درلود. دوی نه له اروپا او امریکا څخه ډېرې مرستې راجلب کړې ، نه یې د عربو ملکونو شتمن دې ته چمتو کړل چې په مصر کې پانګونه وکړي او نه یې خارجي سیلانیان دې ته وهڅول چې د پخوا غوندې مصر ته راشي او دلته تاریخي ځایونه وګوري.
د ځینو شناندو په قول، اخوانیان ممکن سره ووېشل شي. هغه اخوانیان چې عمرونه یې زیات دي، د سید قطب کتابونو ته به وفادار پاتې شي خو زلمي اخوانیان به د مصر د خلکو اکثریت ته ورنږدې شي او د نوي مصر په جوړولو کې به برخه واخلي.( یادونه: دا مقاله په خدمتګار ورځپاڼه کې خپره شوې ده.)