اخوندزاده کرکټ لوبډلې په ننګرهار کې د احمدزي پريمرليګ  د شل اوریزو سیاليو اتلولي ترلاسه کړه.

يادې سیالۍ چې پنځلس ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼه د کرکټ په ختیځ اکاډمۍ کې  پيل شوې وې،په کې د ننګرهار اتو مخکښو لوبډلو برخه اخیستې وه.

په وروستۍ لوبه کې اخندزاده او پارکينز لوبډلې سره مخ شوې، پرکيز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پيل کړه،چې وار په وار يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې،خو احمد او عارف هغه لوبغاړي ول چې تر ډيره يې د اخندزاده لوبډلې د توپ اچوونکو مقابله يې وکړه.

پارکینز لوبډلې  د نهو لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې يوسلو اتلس منډې جوړې کړې.

دغه هدف که څه هم اسانه و،خو د پارکينز لوبډلې توپ اچوونکو هم خپل سیالانو باندې سخت ګذارونه وکړل،چې بلاخره د هجرت په ښې توپ وهنې او پنځه پنځوس منډو په مټ ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې پوره کړ.

د وروستۍ يا پای لوبې غوره لوبغاړي هجرت ونومول شو،چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي يې هم سوځولي و.

یادونې وړ ده، ددغو سیاليو څخه موخه د ننګرهار او په ټوله کې د افغانستان کورني کرکټ پياوړتيا بلل شوې ده.

د ختیځ زون د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *