سپیڅلی کور، د امت مسلمه لمړنۍ قبله، هغه ښار چې حضرت داود علیه سلام پکې ۳۳ کاله پاچاهي کړې، هغه ښار چې اکثره انبیا علیه سلام پکې مبعوث شوي، هغه تبرک ځای چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم پکې ټولو انبیا کرامو ته امامت کړی. خو بدبختانه د یو بی دینه لعین لخوا رسمآ د اسرائیلو پلازمینه ټاکل کیږي او د نړۍ اسلامي هېوادونو مشران لا هم ټپه خوله دي اود سېلبین په څېر ورته سیل کوي.

      د حضرت ’’عمر فاروق رضی الله عنه‘‘ او د صلاح الدین ایوبي ’’رحمت الله علیه‘‘ امانت را څخه په زور اخلي او مونګ په مقابل کې یې هیڅ هم نشو کولای . د کیفیت په اعتبار سره ایمانونه مو دومره ضعیف شوي چې د عمل ډګر ته ور دنګل خو لا لرې خبر ده ، د شفاهي او بیاني خبرو قدرت مو هم له لاسه ورکړی.

      ټرمپ یو ځل بیا دا ثابته کړه چې امریکا په نړیوال جرمونو کې لوی لاس لري، که څه هم دا لمړی ځل نه دی چې امریکا د مسلمانانو احساساتو سره لوبی کوي بلکی په مختلف شکل و اشکالو سره یې مسلمانان زپلي دي او د تروریست د لمنځه وړولو په بهانه یې خپل جنائي جرمونو ته په اسلامي ملکونو کې  دوام ورکړی او غواړي چې د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه خپله مستعمره وګرځوي او د خپل استعمار لمن پراخه کړي. خو افسوس د هغه مسلمان په حال چې اوس هم پخپلو هېوادونو کې د دیموکراسۍ په پلمه د کفري نظام تطبیق لپاره لار هواروي، او د هغوې د اسلام ضد کړونو څخه ملاتړ کوي.

   

اکمل صافی

   ځینې بیا د اسرائيلو په وړاندې جنګ جهادي ډلو ته منسوبوي ؛ لکه د افغانستان ځانپوه خلک چې وايي ( طالبان په افغانستان کې د جهاد په نامه خلک وژني، که واقعي جهاد کول غواړي نو فلسطین ته دې ولاړ شي او د بیت المقدس څخه دې ساتنه وکړي.) اوهمدارنګه په عربو او یا دعربو په شیخانو نیوکه کوي. داسې اشخاصو ته فقط دومره ویل غواړم؛ د اسلام مبارک دین کومې ځانګړې ډلې ته منسوب نه دی. اسلام یوازې د عربو دین نه دی ،اسلام  د طالب، فاطمیه، داعش، بکوالحرام او داسې نورې ورته ډلې چې د جهاد په نامه تشکیل شوي دي نشو منسوبولی. د اسلام مبارک دين د الله سبحان و تعالی له لوري د مسلمانانو لپاره په ټولو دینونو کې غوره دین منتخب شوی دی. بنآ د بیت المقدس څخه ساتنه د هر مسلمان دنده ده، نه یوازې دنده بلکې د بیت المقدس څخه دفاع په هر مسلمان وګړي واجب ده.  

    د ځوان کوړ څخه مې غوختنه دا ده،  راځې چې په کلک اعظم و هوډ سره  د خپلو اسلامي عنعناتو څخه ساتنه وکړو او دا مقدسه دنده په مشترکه ډول د مشرانو د چتر لاندې مخې ته یوسو او د یو او بل په اوږوو یې بار نه کړو.

One thought on “اخ بیت المقدس یې را څخه واخیست! | اکمل صافی ”
  1. اکمل صافی صیب، زه به درته دوعا کړم چی لومړی ته دا زړه وکړی، او د بیت المقدس د آزادی لپاره لاړ شي، بیا به مونږ ستا پل تعقیب کړو، او یوه بله دوعا به هم وکړم چی کاشکی دا ځل دا صلاح الدین ایوبی یو پاکستانی وی، ځکه د پاکستان ګل خانان همیشه چیغی وهي چی – هماری پاس ایټم بم هی – نو دا ایټم بم به کومې ورځی لپاره په کار راځي، خو هغه زما او ستا په څیر جذباتي او جهادي نه دي، هغوی ډیر هوښیار خلک دي، جهاد یوازې پر افغانانو فرض دی، په ګل خانانو او پر پاکستانیانو فرض نه چی حتی سنت هم نه دی

    الله دی شهادت قبول کړه
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *