اخ زما کابله! نن بیا ظالمانو د خپل وحشت مظهر وکړ، نن يې بیا بې ګنا وګړي شهيدان کړل، نن يې بیا کوچنيان، ښځې او بوډاګان په وينو ولمبول.
کابله! ستا په سینه کې خو لا د وحشتونو هغه مخکينی پرهر ښکاري، ستا د وجود زخمونه خو ورځې بلې ته زیاتېږي، پر تا د چا د نظر سيوری پرېووت، تاته چا ښېرې کړې دي.
چې هره ورځ بوره مورکۍ چيغې وهي او د ظالمانو د ظلم انتها غواړي، وراره خور د خپل ځوانيمرګ ورور جسد ته په سلګو ده، کونډه ورېندار مو د وحشت پېریانو تر ستوني نيولې ده، وړوکی ماشوم په انګړ کې د شهيد پلار د راتلو په تمه دی.
دا څه وحشت روان دی، د مرګ د محتسب لا څومره قلنګ پر موږ پاتې دی؟
نن انسانیت مرور دی، نن د کابل پر زړه وحشیانو حمله کړې ده، هر څوک داړي،هرچا ته خولې اچوي، دوی زموږ د وژنې په بدل کې جنت غواړي، حورو ته ور درومي، خو د بورې مور سلګۍ نن عرش لړزوي.
لويه ربه! ته خو قهار يې، ستا بنده ګان مو دد ين د قوت په نامه وژني، هغوی اسلام تر تورې لاندې ګڼي، ځکه له موږ څخه ژوند اخلي.
ربه! هغوی په ډېر بې شرمانه ډول سره وايي، چې موږ بريالي يوو، فتح نژدې ده، دوی همدغه د خلکو وژل لکه چې بريا بولي، هغوی لکه چې د زخمي کابل ژور ټپونه د فتح نښې بولي.
څښتنه! ته خو انتقام اخيستونکی يې، ته خو قهار يې، ته خو محتسب يې، لويه ربه! هغه چا باندې خپل قهر او غضب نازل کړه، چې ستاپه نوم مو وژني، هغه چا نه انتقام واخله چې بوره مورکۍ يې ژړولې ده، ستا دربار ته مې د عاجزۍ لاسونه نيولې دي، نن درته د ايمان لپاره خواست نه کوم، نن د جنت غوښتلو په پار لاسونه درته نه لپه کوم، نن د ځان لپاره هيڅ دعا نه غواړم.
نن درنه همدا يوه هيله لرم، نن مې سترګې له اوښکو ډکې دي، نن مې درته په ډېره عاجزۍ سرلګولی دی.
له ستوني مې خبرې نه راوځي، چې تاته د خپل بنده د وحشتونو کيسې وکړم، انسانيت پرې شرميږي، اسلام لعنت ورباندې وايي.
ته خو پر زړونو خبر يې، زما زړه درنه د دغه وحشتونو انتها غواړي، ستا د مرګ ملکې د کابل له کوڅو دروغواړه ، ستا د مرګ ملکې خو نور زموږ په ژوند اخيستلو ستړې دي، خو له انسانيت نه مرور وحشیان لا هم د خپلو وحشتونو نه خوند اخلي او ستا د حورو نکاح ته ځان درسوي.
زما لویه خدايه! زه د چا د کو بربادۍ نه غواړم، خو يواځې درنه همدا غواړم، چې د غه د وحشت تمثيل کوونکي انسانان په خپله سزا ورسوه، دوی له اسلام سره دښمني کوي، انسانيت سره يې کومه اړيکه پاتې نه ده او وحشي ځناورو سره يې پرتلنه د ځناورو سپکاوی دی.
نور يو څه وخت د غم استازي دروغواړه، د مرګ پرښتې به دمه جوړه کړي او موږ به له خپلو مېندو او خوېندو سره په مينه ژوند وکړو، ستا د قدرتونو نندارې ته به وزګار شو، د مينې او محبت فضا به رامنځ ته کړو، خو دا هغه مهال شوني ده، چې ته دغه وحشي انسانان د خپلو اعمالو په سزا ورسوې او موږ ستا اطاعت او بنده ګي په ډاډه زړه سره وکړو.
دادسپی بچی دخدای ج نه نه یریژی یوازی د آی ایس آی نه یریژی. دا پنجابی سپی دی کنه