د رخصتۍ پر مهال له ټولګي ګړندی د وتلو په حال کې وم چې ټولګيوالو له شا راپسې کړل.
– درس ته دې زړه نه کېږي مه راځه.
يوه غږ کړ:
– ودرېږه لامبو ته به يو ځای ځو.
دوی فکر کاوه له زده کړو زړه توری یم.
– يوه بل ورغبرګه کړه، درسونو ته يې زړه کېږي، خو کوم بنډار يا لامبو وهلو ته يې بيړه ده، ګرمي يې شوې.
ټولو په کړس کړس وخندل. د ټولګي په وره کې لږ پښه نيولی وم، خبرو يې خوند رانکړ خو زه خپل هدف پسې په منډو وم، دوی راپسې زه ترې راووتم. دوی خبر نه وو چې لامبو يا بنډار ته نه ځم بلکې د ژوند ستونزو پسې اخيستی يم.
زما د وړې خور او ورور د هغې ورځې چيغې مې اوس هم نه هېرېږي، د مورکۍ له سترګو د پښې له ډېره درده د اوښکو سېلاب روان و، خو زموږ د تسلې له پاره يې له خولې اه هم نه ووت. د مرميو له باران راوتلي وو خو دلته د مرميو او جګړې له لاسه په دې جنجال واوښتو. د افغانانو ټول ژوند جګړو تريخ کړی، موږ دې نړۍ ته په جګړو کې راغلو، په جګړو کې مو ژوند وکړ او لا هم له جګړو سره ډغرې وهو….
دا ډېره پخوانۍ او زما د ماشومتوب د مهال کيسه ده، د هغه وخت ستونزې مې اوس هم له سترګو اوښکې بهوي، خدای دې په هېڅ انسان دومره سختۍ نه راولي چې له زغم پرته يې هېڅ علاج نه وي.
په يوه منډه د ټولګيوالو له سترګو پناه شوم، له شا سپېره لوخړه راپسې پرته وه، ټولګيوال مې نه راپسې ښکارېدل. د کور دروازه مې په بيړه خلاصه کړه، مور مې د کور په برنډه ماته انتظار ولاړه وه، په تندي يې ښکل کړم، ما يې هم په مينه په لاسونو شونډې کېښودې.
ويل يې:
– ژر کوه زويه ورور به دې له لوږې هلاک وي.
له اوږو مې يې ژر ژر د کتابونو بکس خلاص کړ.
ورته ومې ويل:
ډوډۍ تياره ده چې فصل ته يې يوسم. په انګړ کې يې د چايو ترموز، د شړومبو کوزې او په سترخان کې تړلې ډوډۍ ته اشاره وکړه. ويې وويل:
– ژر لاړ شه چې وړوکی ورور دې په وړوکي ځان يوازې د غنمو لو ته تللی.
د کلي په کږو وږو کوڅو کې په بيړه روان وم چې ناڅاپه مې پام شو د شړومبو کوزه مې کور کې پرېښې، زړه مې و ورپسې وګرځم خو ګورم چې وړه خورکۍ مې له شا منډې راپسې وهي، ستمی يې خېژي، زړې چپلکې پسې کشکاږي، پر مخ يې جړ وېښتان پراته وو او خولو يې په تندي لارې جوړې کړې وې.
په مينه يې راته وويل:
– لالا، د شړومبو کوزه دې پرېښې وه، زه هم درسره لاړه شم.
د طوطي په څېر خوږو خبرو يې خوند راکاوه، راسره روانه شوه.
کشر ورور عبدالواحد په پټي کې په لو لګيا دی چې ومې کتل د يوه تجربه کاره بزګر په څېر يې تر نيمايي ډېر پټی لو کړی دی، موږ ته يې پام نه و، خدای خبر له ځان سره يې کومه سندره زمزمه کوله، خو لږ چې نور ورنژدې شوو سندره داسې وه:
لو دی د غنمو یاره
لو دی د غنمو یاره
ګېډۍ راواچوه بنګړي راغلي دينه
ياره لو…
ومې ويل، ماشاءالله ورور دې ژوندی وي. وروځو او بڼو يې د غنمو سپېره ګردونه نيولي وو، راولاړ شو، اول يې وړې خور ته وويل:
– ژر شه بي بي غېږه راکړه، ستا په ليدو مې ټوله ستړیا ختمه شوه. بيا يې ماته وويل:
څه به شوي وو چې نن تاسې هم ښوونځي ته نه وای تللي اوس به دا پټی غنم پوره رېبل شوي وو.
زه ملامت وم خو دا چې په ټولګي کې مو صنفي ازموينه لرله، ونه توانېدم رخصت واخلم، په ټوکه مې ورته وویل:
شرم نه دی چې يوه پټي غنمو ته دوو ځوانانو رخصت اخيستی وای. ويل يې اوس به دې ځواني معلومه شي دا نور پټی بايد ډېر ژر خلاص کړو.
د ويالې غاړې ته مو پټو اوار کړ، په سترخان مو چای، شړومبې او د کچالو پيرکي کېښودل، په سره ګرمۍ کې د غنمو لو هم زور غواړي، عبدالواحد يې سخت وږی کړی و، د کچالو هر پيرکی يې په اصطلاح درې مړۍ کاوه، غوښتل يې د شړومبو کوزه په سر واړوي خو ما له يوه ګيلاس د ډېرو شړومبو څښلو اجازه ورنکړه.
لا مو د ډوډۍ خوړل خلاص کړي نه وو چې د کلي سپين ږيري بزګر ته مو چې په يوازې ځان به يې له لسو جرېبو ډېره ځمکه کرله فکر شو په خپل پټي کې يې د غنمو لو کاوه، عبدالواحد ورچيغې کړې چې ډوډۍ ته راشي. ياسين کاکا ته هم د کچالو پيرکيو خوند ورکړ، بيا يې وويل حالات سم نه دي بايد چې غنم له لو کولو وروسته ژر له پټيو يوسو که جګړه ونښلي خدای مه کړه غنم مو د يوې مرمۍ خوراک نه شي.
دې وختونو کې خلک له جګړو سخت په تنګ وو، بس زموږ ژوند له جګړو سره مل تېر شو، موږ هم د ياسين کاکا خبره ومنله. بې وزلي، بې کسۍ، نا امنۍ او په ماشومتوب کې لویو مسولیتونو په مرګ راضي کړي وو. عبدالواحد جان د غنمو په رېبلو پیل وکړ ما له کور د غنمو د وړلو له پاره کراچۍ راوسته.
کور کې مورکۍ راته وويل که کراچۍ کې غنم نشم راوړی راسره لاړه شي، خو افغاني غيرت کله پرېښودم مورکۍ پټي کې کراچۍ راسره کش کړي. موږ ته د غنمو وړل ډیر سخت وو، واړه وو په خره باندې مو ګونده نشو بارولی او د موټر يا ټراکټور پیسې مو هم نلرلې، بس همدې کراچۍ ته اړ و، د خلکو د خره يوه ګونده غنم به مو په پنځه ځله ايله رسول.
کراچۍ مو له غنمو ډکه کړه او په سره چربل مو وتړل دا چې زموږ د ځمکې لار ډېره هسکه او ټیټه وه نو د کراچۍ د بېولو له پاره دويم کس ته اړتیا وه. عبدالواحد هم لو پرېښود چې له ماسره د کراچۍ پر بېولو کې مرسته وکړي.
د شيخ اباد بازار ته نژدې وو چې بازار کې درز غوبل بند شو، دوړې او ورسره د خلکو منډې شوې، خلکو يوه او بله خوا د ژوندي پاتې کېدو له پاره منډې وهلې، له موږ هم لاره ورکه شوه، حیران وو څه وکړو. له بازار مو لاره بدله کړه او په اوږده لاره د کلي لور ته په پټيو کې راون شوو، کلي ته نژدې مې مورکۍ له لرې ليدلي وو چې واړه زامن يې د جګړې په صحنه کې ګير دي.
وړاندې يوې ويالې ته ورسېدو چې نه مو شوای کوی کراچۍ ترې تېره کړو او بازار هم راته نژدې و د مرمېو غږ لګېدو، نه مو غنم لاره کې پرېښودی او نه مو وړای شوای، ډېره هڅه مو وکړه کراچۍ له ويالې چې د لرګيو نرۍ پل پرې و تېره کړو خو نه کېده، لاس تر زنې ورته کېناستو.
وړاندې مو وکتل چې مورکۍ لکه د رحمت ملايکه زموږ په لور منډې راوهي، بازار کې څو ځایه د اور دودونه پورته کېدل نه پوهېدو چې دوکانونو اور اخيستی که څه و.
د مور سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې، کراچۍ يې تر پړي ونيوه ويل يې زويه ژر کوه چې د کومې ړندې مرمۍ خوراک نه شو، کراچۍ مو د لرګي (پله) نيمايي ته رسولې وه چې له لرګي واوښته، د مور پښه ترې لاندې شوه، واحد چيغې کړې هله مورکۍ مې!
کراچۍ مې خوشې کړه، غنم ټول اوبو کې لاهو شول او ژر مې اوبو ته مورکۍ پسې ګام کړل، مورکۍ مو له اوبو راپورته کړه، پښه يې ډېره ژوبله وه، تر کوره مو تر دواړو لاسونو نيولې ورسوله.
زما، وړې خور او ورور د هغې ورځې چيغې مې اوس هم نه هېرېږي، د مورکۍ له سترګو د پښې له ډېره درده د اوښکو سېلاب روان و، خو زموږ د تسلې له پاره يې له خولې اه هم نه ووت. د مرميو له باران راوتلي وو خو دلته د مرميو او جګړې له لاسه په دې جنجال واوښتو. د افغانانو ټول ژوند جګړو تريخ کړی، په جګړو کې دې نړۍ ته راغلو، په جګړو کې مو ژوند وکړ او لا هم له جګړو سره ډغرې وهو.
د يوه سوکاله او جګړو خلاص هېواد په هيله.
۱۳۹۷د لړم ۱۶مه// 2018/11/07